د لاس رسي وړ اتصالات

له روسیې وېره؛ لاتویا له خپلو اتباعو غوښتي په کورونو کې د بم ضد د پټیدو ځایونه جوړ کړي


د لاتویا صدراعظمې ایویکا سیلینا د مارچ په میاشت کې روسیه یو داسې "شرابي یا نشه يي" کس ته ورته وبلله چې باور ورباندې نه کیږي.
د لاتویا صدراعظمې ایویکا سیلینا د مارچ په میاشت کې روسیه یو داسې "شرابي یا نشه يي" کس ته ورته وبلله چې باور ورباندې نه کیږي.

په لاتویا کې مقاماتو د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) ددغه هېواد له اتباعو وغوښتل چې د خپلو کورونو په ټیټ پوړ کې د بمباریو ضد پټنځایونه جوړ کړي.

په بالتیک سیمه کې د پخواني شوروي اتحاد دا غړی هېواد وېره لري چې کیدای شي د روسیې له خوا ورباندې برید وشي.

لاتویا د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) او اروپايي اتحادیې غړی دی چې له روسیې سره ۲۱۴ کیلومتره ګډه پوله لري او پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې د کیف له سختو ملاتړو ګڼل کیږي.

د لاتویا مقاماتو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په دغه هېواد کې د "پاک کارۍ عمومي ورځ" نمانځل کیږي.

د پایتخت ریګا ښاروال ویلنیس کرسیس وویل: "موږ پر ټولو خلکو غږ کوو چې د پاک کارۍ په عمومي ورځ او له دې وروسته، یقیني کړي چې د کورونو ټیټ پوړ یې د سرپناه په توګه استعمالیدلی شي."

هغه وویل د ښاروالۍ مسئولینو ته امر شوی چې په ټولو حکومتي ودانیو کې دغه معیار پلی کړي.

د ریګا د ملکي دفاع کمیسیون رئیس جینټس رینسن وویل: "مسئول کسان به د روغتونونو، ښوونځيو، د تقاعد شویو کسانو د اوسېدونې ځایونو او نورو عامه ودانیو ټیټني پوړونه معاینه کوي ترڅو د کوم برید په صورت کې ورڅخه د پټنځای په توګه کار واخیستل شي."

هغه د ۲۴-تلویزیون ته وویل چې هدف دا دی چې ددې کال ترپایه پورې د میاشتې لږ تر لږه ۱۰۰ د بمونو ضد سرپناوې تیارې شي.

هر کال د اپریل په ۲۷مه د لاتویا خلک په عمومي پاک کارۍ کې برخه اخلي.
هر کال د اپریل په ۲۷مه د لاتویا خلک په عمومي پاک کارۍ کې برخه اخلي.

د لاتویا صدراعظمې ایویکا سیلینا د مارچ په میاشت کې روسیه یو داسې "شرابي یا نشه يي" کس ته ورته وبلله چې باور ورباندې نه کیږي.

هغې پر ملي رادیو په یو پیغام کې وویل: "موږ د داسې یو ګاونډي ترڅنګ ژوند کوو چې یو شرابي یا نشه يي کس ته ورته دی او هیڅ باور ورباندې نه کیږي."

د ۲۰۰۸ راهیسې، د لاتویا خلک هر کال د اپریل په ۲۷مه په عمومي پاک کارۍ کې برخه اخلي. دغې ورځې ته د "پاک کارۍ د عمومي ورځې" نوم ورکړل شوی او اوس د لاتویا ترڅنګ په ګاونډي لیتوانیا او استونیا کې هم نمانځل کیږي.

زیاتره لاتویایان دغه ورځ له لارو کوڅو څخه د خځلو په راټولولو او د پارکونو او نورو عامه ځایونو په پاک کولو او جوړولو تیروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG