د لاس رسي وړ اتصالات

له سړې جګړې د اوکراین تر جګړې؛ ناټو ۷۵ کلنه شوه


د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو د مرکزي دفتر مخې ته د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه
د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو د مرکزي دفتر مخې ته د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) پوځي اتحاد نن ‍د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورمه په واشنګټن کې د خپل تاسیس د تړون د لاسلیکولو ۷۵مه کلیزه نمانځي.

د سړې جګړې په ترڅ کې ددې پوځي تړون د پخیدو او پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې یې د لا پیاوړي کیدو په هکله یو لړ حقایق او شمیرې دادي:

په ۱۹۴۹ کال کې د امریکا د متحده ایالاتو، کاناډا او د لویدیځې اروپا د یو شمیر هیوادونو په ګډون ۱۲ هیوادونو د شمالي اتلانتیک د تړون بنسټ کښیښود چې د سړې جګړې په وخت د پخواني شوروي اتحاد د ګواښ پر وړاندې مقابله وکړي.

لکه څنګه چې د ناټو تړون لومړي سرمنشي لارډ اسمايي ویلي، د ناټو موخه دا وه چې "د شوروي اتحاد له مینځه وړل، د امریکایانو راپورته کول او د جرمنانو لاندې کول دي".

په ۱۹۵۲ کال کې، دوه پخپلو کې ناخوښ ګاونډیان ترکیه او یونان پداسې حال کې له تړون سره یوځای شول چې جرمني درې کاله وروسته ددې پوځي تړون غړی شو.

په ۱۹۸۹ کال کې د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته، ناټو په څو څپو کې د ختیځ په لور پراخیدو ته دوام ورکړ چې له تړون سره د پولنډ او د پخواني شوروي اتحاد د بالتیک هیوادونو په یو ځای کیدو سره ناټو د روسیې تر پولې پورې وده وکړه.

وروسته له هغه چې مسکو په ۲۰۲۲ کې په اوکراین برید وکړ، شمالي قطب ته څیرمه پراته ګاونډیانو سویډن او فنلینډ خپله د ناپلیتوب اوږدمهاله پالیسي بدله کړه او د ناټو تړون سره په یو ځای کیدو ددې تړون د غړو شمیر ۳۲ ته ورسید.

په مجموع کې، د ناټو غړي هیوادونه نږدې یو میلیارډ نفوس او د نړۍ د ناخالصو تولیداتو شاوخوا ۵۰ سلنه جوړوي.

په ګډه ددغو هیوادونو په پوځونو کې ۳.۲ میلیون نارینه او ښځینه خدمت کوي. آیسلینډ ددې تړون یوازینی غړی دی چې خپل پوځ نلري.

د ۲۰۲۱ په سپتمبر کې په لاتویا کې د ناټو په ګډو پوخي تمریناتو کې د پولنډ، ایټالیا، کاناډا او متحده ایالاتو ټانکونه
د ۲۰۲۱ په سپتمبر کې په لاتویا کې د ناټو په ګډو پوخي تمریناتو کې د پولنډ، ایټالیا، کاناډا او متحده ایالاتو ټانکونه

په متحده ایالاتو باندې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د ۱۱، له بریدونو وروسته ناټو یوازې یو ځل د خپلې ډله ییزې دفاع د پنځمې مادې څخه کار واخیست چې وايي په یو غړي برید په ټولو باندې برید ګڼل کیږي.

د ناټو تړون دا پریکړه خپل مخکښ پوځي ځواک (متحده ایالاتو) ته د ملاتړ څرګندول و او په اروپا کې د هغه ګواښ څخه یې خورا توپیر درلود چې د تړون بنسټ ایښودونکو یې وړاندوینه کړې وه.

د سپټمبر د یوولسمې نیټې د بریدونو په نتیجه کې ناټو په افغانستان کې ښکیل شوه؛ چیرې چې هلته تر ۲۰۲۱ پورې پاتې شوه، خو کله چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د افغانستان څخه د کډوډیو سره مل د ځواکونو وتلو طالبانو ته اجازه ورکړه چې واک بیرته ترلاسه کړي.

د ۲۰۱۲ کال په دې تصویر کې امریکايي سرتیري د ناټو په مشرۍ د نړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو (ایساف) په چوکاټ کې د کابل په لویدیځ کې د ګزمې په حال کې لیدل کیږي.
د ۲۰۱۲ کال په دې تصویر کې امریکايي سرتیري د ناټو په مشرۍ د نړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو (ایساف) په چوکاټ کې د کابل په لویدیځ کې د ګزمې په حال کې لیدل کیږي.

په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا له اوکراین څخه د کریمیا ټاپووزمي د نیولو په غبرګون کې، د ناټو متحدینو موافقه وکړه چې دوی به د خپل ناخالص تولید دوه سلنه په دفاعي چارو لګوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو پر هغو هېوادونو نیوکه کړې وه چې کافي لګښتونه نه کول او خبرداری یې ورکړی و چې دا کار به روسیه وهڅوي "هر څه چې وغواړي هغه وکړي".

په ۲۰۲۴ کال کې، تمه کیږي چې د ناټو ۲۰ غړي به په دفاعي چارو د خپل ناخالص عاید د لګولو دوه سلنې ته ورسیږي. په ۲۰۱۴ کې یواځې درې هیوادونه دغه حد ته رسیدلي وو.

له پیل څخه تراوسه د ناټو عمومي منشیان
له پیل څخه تراوسه د ناټو عمومي منشیان

د ۲۰۲۴ کال په جون کې ۲۵ کاله پوره کیږي چې ناټو په ۱۹۹۹ کې په کوزوو کې خپل سرتیري ځای په ځای کړل او د ۷۷ ورځو له هوایی کمپاین وروسته له سیمې څخه د سربی ځواکونو وتل بشپړ شول.

دا پوځي مداخله د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمایي کې په بوسنیا کې د ښکیلتیا وروسته د ناټو په تاریخ کې دویمه مداخله وه.

د بالکان څخه اخوا، د ناټو په نورو لویو بهرنیو ماموریتونو کې په افغانستان کې نږدې دوه لسیزې د ځواکونو ځای پرځای کول او په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال د بمبارۍ کمپاین شامل دي.

هیڅ هیواد هیڅکله هم له ناټو څخه نه دی وتلی، خو فرانسه په ۱۹۶۶ کې د متحده ایالاتو د تسلط څخه ددې هیواد د هغه وخت د ولسمشر چارلس ډی ګول د شکایت په وجه نږدې ۴۳ کاله د خپلې پوځي قوماندې چارې له تړون څخه بهر ساتلې وې.

د فرانسې ددې پریکړې په نتیجه کې ناټو خپل مرکز له پاریس څخه بروکسل ته انتقال کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG