د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاگون: د کیمیاوي وسلو استعمال ته د سوریې د تیارۍ نښې نښانې نشته


د امریکا د دفاع وزارت (پنتاگون)
د امریکا د دفاع وزارت (پنتاگون)

د امریکا د دفاع وزارت مقامات وایي داسې نښې نښانې نشته چې د سوریې پوځیان دې د کیمیاوي وسلو استعمال ته تیاری ونیسي.

په راتلونکې کې د کیمیاوي وسلو استعمال ته د سوریې د پوځ د نه تیاري سره سره د پنتاگون مقاماتو ویلي چې واشنگټن او متحدین به یې د سوریې د حکومت له لورې د کیمیاوي وسلو د کارونې په هکله "بیدار" پاته شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاندې دانا وایټ، خبریالانو ته ویلي دي چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد، "باید پوه شي چې نړۍ به په هیڅ ډول شرایطو کې د کیمیاوي وسلو استعمال ونه زغمي."

د امریکا پوځي مقامات دا څرگندونې پداسې حال کې کوي چې تیره اونۍ امریکا، بریتانیا او فرانسې مجموعاً ۱۰۵ کروز میزایل وروسته له هغې پر سوریې وار کړل چې د واشنگټن په وینا د سوریې د حکومت ملاتړو په دوما ښار کې کیمیاوي وسلې کارولي دي.

په سوریه کې د روسیې سره لیکه

پدې ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د جمعې په ورځ د هغه هیواد د RIA تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه چې پر سوریې د کروز میزایلو له بریدونو دمخه د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو ته یې ویلي وو چې د سوریې کومې سیمې مسکو د "سرې لیکې" په توگه گڼي، چې له دې لیکې نه د تیریدو په صورت کې دې واشنگټن او متحدین یې د غچ اخیستنې انتظار ولري.

ښاغلي لاوروف ویلي "نتیجې ښیي چې هغوی {متحده ایالات او متحدین یې} له سرې لیکې ندي تیر شوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداشان ویلي چې هغه پدې باور شوی چې د امریکا او روسیې مشران دونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین، به اجازه ورنکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ وسله واله نښته رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG