د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه وایي د داعش ډلې یو مخکښ مشر یې نیولی دی 


د ترکیې یو لوړپوړي مقام د جمعې په ورځ می ۲۷ (غبرګولي شپږمه) وویل چې د اسلامي دولت د ډلې (داعش) د مشرتابه یو غړی په ترکیه کې نیول شوی دی. خو دا یې په ډاګه نکړه چې دغه نیول شوی کس د داعش د سخت دریځه ډلې اوسنی مشر دی او که نه.

دغه لوړپوړي ترکي مقام چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د فرانس پرس اژآنس ته ویلي چې انقرې تر اوسه "څرګند معلومات" ندي ترلاسه کړي چې دغه نیول شوی کس لکه څنګه چې رسنیو رپوټ ورکړی د داعش د ډلې مشر ابو حسن الهاشمي القریشي، دی او که نه.

خو دغې سرچینې ویلي چې د داعش د ډلې «یو مخکښ غړی» تیره اونۍ په ترکیه کې نیول شوی دی.

ابو حسن الهاشمي القریشي د روان کال د مارچ په میاشت کې څه دپاسه یوه میاشت وروسته له هغې د داعش د مشر په توګه وګمارل شو چې ددې ډلې مخکنی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي، د سوریې د ادلیب ښار په شمال لویدیځ کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د عملیاتو پر مهال په خپل کور کې ځان په چاودیدونکو توکیو والوزاوه.

ترکي مقاماتو هم تر اوسه د رسنیو رپوټونه ندي تائید کړي چې وایي د داعش مشر ابو حسن،‌ نیول شوی دی.

داعش د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۰ د خپل مشر القریشي مړینه تائید کړه او ابوالحسن الهاشمي القریشي یې د خپل نوي مشر په توګه معرفي کړ.

تر اوسه ابوالحسن الهاشمي القریشي په اړه ډیر کم معلومات موجود دي. القریشي د داعش د رامنځته کیدو راهیسې ددغه سخت دریځه ډلې دریم مشر و.

د عراق حکومت د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پر ضد د دریو کالو سختو جګړو وروسته چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو یې هوایي ملاتړ کاوه په ۲۰۱۷ کې د داعش پر ضد خپل بریالیتوب اعلان کړ.

خو د داعش ډلې یو شمیر کړۍ لاهم کله نا کله د عراق په شمالي او د سوریې پولې ته څیرمه په لویدیځو سیمو کې پدې توانیږي چې یو لړ بریدونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG