د لاس رسي وړ اتصالات

 لیز تراس د بریتانیا نوې صدراعظمه وټاکل شوه 


د بریتانیا نوې محافظه کاره مشره لیز تراس
د بریتانیا نوې محافظه کاره مشره لیز تراس

د بریتانیا نوې محافظه کارې مشرې لیز تراس د دوسنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وږي ۱۴) د محافظه کار ګوند دننه د سختې مبارزې وروسته د بوریس جانسن د ځای ناستې په توګه وټاکل شوه.

آغلې تراس له ټاکل کیدو وروسته په یوه وینا کې د هیواد د اقتصادي کړکیچ سره د مقابلې لپاره د جدي اقدام ژمنه وکړه او همداشان یې وویل چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې به د محافظه کار ګوند لپاره ستره بریا ترلاسه کړي.

میرمن تراس د محافظه کار ګوند د ۱۷۰زرو استازو د اوږدو بحثونو وروسته خپل سیال د ماليې پخواني وزیر ریشي سوناک ته ماتې ورکړه او ۵۷ فیصده رای یې خپلې کړې. ښاغلي سوناک د ټاکوونکي هیت ۴۳ فیصده رای وګټلې.

۴۷ کلنه لیز تراس به د تریسا مۍ او مارګریټ ټچر وروسته د بریتانیا درېیمه ښځینه صدراعظمه وي. هغفه به په رسمي توګه سبا د سه شنبې په ورځ وروسته له هغې دنده پیل کړي چې بوریس جانسن ملکې الیزابت ته خپله استعفی وړاندې کړي.

ښاغلي جانسن په یو ټویټ کې لیکلي: «زه پوهیږم چې هغه د ژوندانه د لګښت بحران په وړاندې د مبارزې لپاره سم پلان لري، زموږ ګوند به متحد کړي او زموږ د هیواد د یووالي او هم سطحه کولو عالي کار ته دوام ورکړي." هغه زیاته کړه چې: "اوس د ټولو محافظه کارانو لپاره ددې وخت دی چې د سل په سلو کې د هغې شاته ودریږي."

په بریتانیا کې د مشرتابه سیالي د جولای په میاشت کې وروسته له هغه پیل شوه چې بوریس جانسن د یو لړ رسوائیو او جنجالونو څخه وروسته د دندې د پرېښودو اعلان وکړ.

پدې ترڅ کې د اروپايي اتحادیې مشرې اروسولا فون دیر لاین د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه لیز تراس ته د بریتانیا د راتلونکې صدراعظمې په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله، خو وویل لندن او بروکسل باید "زموږ د موافقو په پوره درناوي" کار وکړي.

XS
SM
MD
LG