د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا نوی صدراعظم د سپتمبر په پنځمه اعلانیږي


د بریتانیا د صدراعظمۍ د مقام لپاره ۱۱ کسانو تر اوسه ځانونه کاندید کړي او ټاکل شوې چې د دې مقام لپاره د کاندیدانو تر منځ تر سیالۍ وروسته به وروستی کاندید چې د بوریس جانسن ځای ناستي به وټاکل شي، د سپتمبر د میاشتې په ۵مې نیټې اعلان شي.

ښاغلي جانسن تیره اوونۍ وروسته تر هغه خپله دنده پریښوده چې په پارلمان کې د هغه د محافظه کار ګوند ګڼ شمیر غړیو او د کابینې وزیرانو بغاوت وکړ.

مبصرین چې د بریتانیا سیاست څاري وایي ښایي چې انتخابات به تر ډیره حده ویشلي او داسې وضعیت وشي چې د نتیجې په هکله یې وړاندوینه نشي کیدی.

ټاکل شوې چې د محافظه کار ګوند د غړیو تر منځ د صدراعظم د ټاکلو پر سر لومړني انتخابات د چارشنبې په ورځ وشي. دې ګوند چې په پارلمان کې ۳۵۸ غړي لري ویلي چې هر کاندید باید د پارلمان د غړیو څخه لږ تر لږه ۲۰ د کاندیدۍ رایې وګټي چې د چارشنبې د ورځې انتخاباتو ته په شرایطو برابر شي.

د بریتانیا دې ګوند ویلي چې هر هغه کاندید چې تر ۳۰ لږې رایې وګټي د سیالۍ څخه به وایستل شي او د انتخاباتو بل پړاو به یوه ورځ وروسته (پنجشنبې) وشي.

د محافظه کار ګوند تقریباً ټولو هغو غړیو چې د صدراعظمۍ د مقام لپاره یې ځانونه کاندید کړي، د مالیې کمولو ژمنې یې کړي چې پدې سره وکړی شي د خپلو همکارانو ملاتړ تر لاسه کاندي.

د محافظه کار ګوند د کمیټې مشر ګراهام برادي ددې انتخاباتو په هکله ویلي، "زه ډیر لیوال یم چې دا (انتخابات) هر څومره چې امکان ولري په روانه، سمدستي او پاکه توګه وکړو".

د محافظه کار ګوند په ویب سایټ کې په تازه نظر پوښتنې کې چې نتیجه یې دوشنبه جولای ۱۱ (چنګاښ۲۰) خپره شوې، ښودل شوې چې د دفاع پخوانی وزیر پیني مردانت د ګوند د غړیو تر منځ تر ټولو ډیر محبوبیت درلود. تر هغه وروسته د ګوند بله غړې او د برابرۍ د چارو وزیره کیمي بایدونوچ او د مالیې وزیر ریشي سوناک هغه کسان دي چې د نورو په پرتله ډیر ملاتړي لري.

د برتانیي صدراعظم بوریس جانسن پر خپلې دندې د پاتې کیدو لپاره له څو ورځو مبارزې وروسته، جولای ۷(چنګاښ ۱۶) استعفا اعلان وکړه.

بوریس جانسن د خپلې استعفا په اړه په بیان کې وویل: "پر دندې د پاتې کېدو دپاره د تیرو څو وروځو راهیسې زما د ټینګار علت یوازې زما خپله غوښتنه نه وه، بلکه ستاسو پر وړاندې زما د مسوولیت احساس وو ترڅو هغه ژمنه عملي کړم چې په ۲۰۱۹ کې مې کړې وه".

جانسن وویل تر هغو چې د محافظه کار ګوند له لوري نوی مشر ټاکل کیږي، دی به د صدراعظم په توګه کار ته دوام ورکوي. د ښاغلي جانسن په وینا، د ګوند د نوي مشر او صدراعظم د ټاکلو دپاره د انتخاباتو چارې راتلونکې اونۍ اعلانیږي.

بوریس جانسن د پنجشنبې په وینا کې، د اروپا له اتحادیې څخه د برتانیې وتل (برکزیټ)، د کرونا د وبا پر وړاندې مبارزه او پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې د لویدیځ مشري د خپلو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

XS
SM
MD
LG