د افغانستان په لوګر ولایت کې مامورین وايي چې طالبانو 11- تنه ملکي کسان هغه وخت نیولي دي چې د هغوي د سپرلۍ هلیوکوپتره ناڅاپي د ېاغېانو ترکنترول لاندې سیمې کې کښته شوه.
دترکېې دبهرنیو چارو وزارت دا خبره تصدیق کړله چې اته تنه ترکان او یوروسي تبعه د مسافرانو په جمله کې شامل دي.
داسوشیټېد پریس خبري اژانس لیکي چې دلوګر والي ارسلاجمال په یوه ټیلفوني مرکه کې وویل چېی په سپرلیو کې اته ترکان، یو افغان ترجمان او دوه تنه بهرني پېلوټان شامل دی چی ملیت یې ندی معلوم.
دغه هلیوکوپتره چې د خوست د ولایت نه کابل ته روانه وه، د یکشنبې په ورځ ، دفعتا د هوا د خرابوالي له امله د لوګر د ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې، د پاکستان د سرحد نه دیرش کیلو میټره لیري، په یوه کلي کې کښته شوه.
ناټو وايي د هلیوکوپترې د ترلاسه کولو په چارو کې مرسته کوي. اود افغانستان د دفاع د وزارت ویاند، دولت وزیري وايي چې دا هیلیکوپټره د دوي نه وه، بلکې دېوې شخصي کمپنی «خراسان هوايی شرکت» هلیوکوپتره وه.