د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر ولسونه د پولیو واکسین په تطبیق کې د رضاکارانو سره بشپړه مرسته کوي - چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د لوګر ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د خلکو د همکارۍ له امله اوس په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه له ۹۰ سلنې اوښتی.

دغه روغتیايي چارواکي وايي، چې د لوګر ولس اوس د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې له واکسیناتورانو سره پوره همکاري کوي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین دوه څاڅکي ورکوي.

د لوګر ولایت د پولیو د واکسین ولایتي مسؤول، ډاکټر میر محمد جان له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په سلو کې ۹۰ سلنه خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکوي او دوی د واکسین په تطبیق کې پوره همکاري کوي.

نوموړي وويل: "خلک له موږ سره د واکسين په برخه کې پوره مرسته کوي. ښه خبر دا ده چې خلک خپل ماشومان واکسین ته راوباسي او هغوی جوماتونو او کلينيکونو ته د واکسين لپاره لېږي. همدارنګه ډېره لږه فیصدي خلک شته چې هغوی خپلو ماشومانو ته واکسین نکوي، خو بلخوا نږدې ۹۰ سلنه خلک بیا خپل ماشومان واکسینوي او له موږ سره همکاري کوي."

همداراز د لوګر ولایت اوسېدونکو هم امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال ډېری خلک خپل ماشومان واکسینوي او په دې پوه شوي چې دا واکسین د دوی د راتلونکي لپاره څومره ګټور دي.

د دوی په وینا، واکسیناتوران اوس په لیوالتیا سره د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین کوي ځکه چې دوی د هیڅ ډول ویرې او خنډ احساس نه کوي.

د لوګر اوسېدونکی راز محمد وايي: "اوس مهال ډېر خلک دې ته لېواله دي چې خپل ماشومان په ډېر خوښۍ سره واکسین ته حاضر کړی او پر خپل وخت ورته واکسين وکړي او بله خبره دا ده، چې واکسيناتوران د پخوا په پرتله له خپل کار سره ډېره لېوالتيا لري، ځکه اوس هیڅ خطر یا خنډ نه احساسوي، هغوی کولی شي په ډاډ او خوندیتوب سره خپلې دندې ترسره کړي."

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي شريف الله بیا وويل:" ډېری خلک خپل ماشومان واکسين کوي او په دې برخه کې له روغتيايي کارکوونکو او واکسيناتوران سره همکاري کوي. خو بیا هم اړتیا شته چې په دې برخه کې د خلکو پوهاوی زيات شي، څو هغه خلک چې عمومي پوهاوی نه لري او خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي هم د پوښښ لاندی راشي. دې سره به په راتلونکي کې د واکسین کولو څخه د انکار کچه صفر ته راټیټه شي."

د لوګر د روغتيايي چارواکو او خلکو په وينا، د پخوا په پرتله د پوليو واکسين په تطبيق کې ډېر مثبت بدلونونه راغلي، خو د ځينو خلکو له خوا د واکسين ردېدل هغه مسله ده، چې لامل يې د عامه پوهاوي نشتوالی دی او په نتیجه کې یې ځینې ماشومان له واکسینه محرومیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG