د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګر ولایت کې د صحي مبلغینو نشتون د عامه پوهاوي فعالیتونه ټکني کړي دي - چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د لوګر ولایت روغتیایي چارواکي د عامه پوهاوي په برخه کې د مبلغینو له نشتون څخه سر ټکوي او وایي چې یاد ولایت کې د عامه پوهاوي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ددغو چارواکو په وینا، اوس هم یو شمیر کورنۍ د نه پوهاوي له امله خپل ماشومان نه واکسینوي او له دیني عالمانو څخه غواړي چې خلکو ته د پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

دغه چارواکې وايي،لوګر ولایت کې ټولو له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته کور په کور واکسین رسیږي، خو د صحي مبلغینو نشتون هغه مسله ده چې ځینې وخت صحي ټیمونه د واکسین په تطبیق کې له ستونزو سره مخ کوي.

په لوګر ولایت کې د پولیو واکسین ولایتي مسؤول، ډاکټر میر محمد له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د عامه پوهاوي برخه کې باید نور مبلغین هم وګمارل شي چې اکثره یې باید دیني عالمان ووسي، ترڅو خلکو ته پوهاوی ورکړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل:"موږ په لوګر ولایت کې ځینې مشکلات لرو او هغه دا دي چې مبلغین نلرو ترڅو خلکو ته پوهاوی ورکړي چې دا واکسین کوم جانبي عوارض نه لري او د روغتیا لپاره بد ندي."

هغه زیاته کړه، د خلکو منځ کې ځینې افواهات خپریږي چې دا واکسین مکوئ، د دې افواهاتو د مقابلې لپاره موږ مبلیغین نلرو .موږ غواړو چې کافي مبلغین ولرو او غوره به وي چې اکثره یې علماء وي ترڅو خلک پوه کړي چې دې واکسین کې څه مشکل نشته.

له بلې خوا، لوګر ولایت کې قومي مشر نور ګل هم له دولت او موسساتو څخه غواړي ترڅو عامه پوهاوي په برخه کې روغتیاپالانو، دینی عالمانو او د کلي مشرانو ته هدایت ورکړي چې ولس واکسین ته وهڅوي.

ښاغلي نور امریکا غږ ته وویل: "د دولت او موسساتو لخوا باید داسې کسان وګمارل شي چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. باید ډاکټرانو، ملایانو او د کلي مشرانو ته هدایت ورکړل شي چې خلک او ولس ته د پولیو د خطراتو په اړه پوره معلومات ورکړي ترڅو خپل ماشومان په ټاکلي وخت سره واکسین او دا ولایت د دې مرض څخه پاک کړي."

د دې ترڅنګ د پل علم اوسیدونکې مهرا یوسفي هم له امریکا غږ سره په خبرو کې له روغتیايي چارواکو وغوښتل چې د کلیوالي میرمنو د پوهاوي لپاره باید د عامه پوهاوي ښځینه ټیمونه جوړ او کلیوالو میرمنو ته د پولیو ویروس په اړه پوهاوی ورکړي.

اغلې یوسفي وویل: "هغه انجونې چې فعاله دي یا هم دې برخه کې زده کړې لري باید د کلیو میرمنو ته عامه پوهاوی وکړي، ترڅو هغوی خپل ماشومان په خپل وخت او ښه توګه واکسین کړي."

د روغتیایي چاوراکو په وینا په لوګر ولایت کې په تیر ترسره شوي کمپاین کې له ۱۵۰۰۰۰ څخه زیات ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکو ترڅنګ د ویټامین اې څاڅکې هم تطبیق شوي او دا لړۍ به دوام ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG