د لاس رسي وړ اتصالات

د عامې روغتیا وزارت: د پولیو کمپاین په بریالیتوب پای ته ورسید


د ۲۰۲۱ کال د نوامبر میاشتې پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکول کیږي
د ۲۰۲۱ کال د نوامبر میاشتې پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکول کیږي

د افغانستان د عامی روغتیا چارواکي وایي چې د نوامبر په اتمه نیټه پیل شوی کمپاین په دوو پړاونو کې چې هدف یې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسول وو په بریالیتوب پای ته ورسید.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، نیک ولي شاه امریکا غږ ته وویل: "مونږ د نوامبر په اتمه په ۱۵ ولایتونو کي کمپاین پیل کړ چې په پایله کې په یادو ولایتونو کې شاوخوا ۴.۲ ملیونه ماشومان واکسین شول.

نوموړي زیاته کړه چې په ځینې ولایتونو کې پوښښ ډیر ښه وو خو د ټولو ولایتونو د معلوماتو رسېدو وروسته به دقیق ارقام د رسنیو سره شریک شي.

د پولیو واکسین ځینې رضاکاران وايي چې پخوا به زیات شمېر واکسیناتورانو د پولیو واکسین په کمپاینونو کې برخه اخیستله خو دا ځل یې شمېر ځکه کم وو چې د جومات په جومات کمپاین کې ډیر شمېر رضا کارانو ته اړتیا نه وي.

د لوګر اوسیدونکی احمد یما په دې هکله وویل: "... خلک له جومات په جومات کمپاین څخه ډیر خوښ نه ښکاري ځکه چې د دوی په وینا پخوا به ورته د خپل ماشومانو واکسین کول ډیر آسان وو."

د نوموړي په وینا، مخکې به د محل خپل کس په کمپاین کې کار کاوه، بلدتیا به یې زیاته وه او د نارینه د نه شتون په صورت کې به یې هم ماشومان واکسین کیدل.

په تیرو پولیو ضد کمپاینونو کې لوی شمېر کارکوونکي ښځينه وې چې دا ځل کمپاين کې یې شمېر کم شوی وو.

زرمینه، د پولیو کمپاین پخوانۍ رضا کاره هم کوچنیانو ته د پولیو واکسین په ښه تطبیق کې د ښځینه رضاکارانو ونډه خورا مهم بولي او زیاتوي چې باید هغو ته پام وشي.

هغې وویل: "... که څه هم په افغاني ټولنه کي ښځو ته کار کول ډیر سخت وي خو د پولیو واکسین د کمپاینونو په ترڅ کې ښځینه رضاکارانو ډیر ښه کار کړی او نتیجه یې هم ډیره ښه وه."

اغلې زرمینې زیاته کړه، هغه ساحې چي ښځینه رضاکارانې یې مسؤولیت لري د هغو سیمو په پرتله چې نارینه یې مسولیت لري، پوښښ یې ډیر ښه دی.

د هغې په وینا، یوازینی علت یې هم په مستقیم ډول له مور سره د ښځینه رضا کارانو خبرې کول وو چې هغوی ته به یې قناعت ورکړ او ماشومان به یې په کور د ننه ورته واکسین کړل.

افغانستان په نړۍ کي یو له هغو دوه هیوادونو څخه دی چې د پولیو ناروغۍ پکې شتون لري او د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه تل له خنډونو سره مخ شوې ده.

XS
SM
MD
LG