د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د سولې مشورتي لویه جرګه وځنډول شوه؟


د دې جرګې یو لوی هدف دا ښودل کیږي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو میکانیزم وټاکي
د دې جرګې یو لوی هدف دا ښودل کیږي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو میکانیزم وټاکي

د افغانستا د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې ټاکل شوې وه د روانې میاشتې په وروستیو کې وشي، ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د کب میاشتې پر ۲۶مه په کابل کې شوې وای.

د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم واخیستل شي، د «کب پر ۱۳مه» امریکا غږ ته وویل چې جرګه «یوه نیمه او یا هم دوې میاشتې» ځنډول شوې ده.

سرچینې د جرګې د ځنډېدو لامل سړه هوا او د جرګې په اړه د پراخ لید لوري او نظر رامنځته کول وښودل. د افغانستان د سولې شورا هم د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د ځنډېدو خبر ورکړی، خو د ځنډېدو علت یې معلوم کړی نه و.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ ته وویل چې یوې کمېټې نن خپل کار پیل کړی، خو تر دامهاله یې د یادې جرګې د تر سره کېدو په اړه لار وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

ښاغلي احسان زیاته کړه: "د سولې عالي شورا دارالانشاء په دې اړه لومړنې څېړنې پیل کړي دي، چې ایا کولای شو د حوت میاشتې تر ۲۶مه په جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه کې ټول شموله استازي ولرو."

ولسمشر غني تېره میاشت د سولې عالي شورا ته سپارښتنه وکړه چې د کب میاشتې تر وروستیو د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه راوبلي، خو د درې اونیو په تېرېدو یې لاهم په دې اړه فرمان نه دی صادر کړی.

ښاغلي غني‌ ویلي و چې په دغه جرګه کې دې د افغانستان د ټولو خلکو استازي ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس همدارنګه ویلي چې دغه جرګه کې چې څه باندې ۲زره تنه به پکې ګډون وکړي درې ورځې دوام وکړي، خو که اړتیا پیدا شي څو ورځې نور به هم وغځول شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا همدارنګه ویلي و چې، په دغه جرګه کې به د یوه داسې میکانیزم په رامنځ ته کولو هوکړه وشي چې ټول یې ومني او له طالبانو سره د سولې احتمالي کرښې وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG