د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مشورتي جرګه:۴۰۰ طالب بندیان دې په نړیوال ضمانت ازاد شي


د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په دوهمه د ۵۰ کمېټو رئیسانو د جرګې له رئیس او نورو غړو سره د خپلو راپورنو شریکولو پر مهال ویلي چې ۴۰۰ طالب بندیان دي په نړیوال ضمانت ازاد شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د معلوماتو په اساس د یادو کمېټو رئیسانو د طالب بندیانو د برخلیک او له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه خپل وړاندیزونه او پرېکړې په اتلسو مادو کې وړاندې کړل.

د ملي مصالحې عالي شورا نن شنبه اګست۸م(زمري۱۸مه) ویلي چې د جرګې ګډونوالو د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو غوښتنه کړې او ترڅنګ یې له قید او شرط پرته د دوه اړخیزه اوربند ټینګېدو باندې هم ټینګارکړی دی.

د مصالحې عالي شورا په اعلامیه کې راغلي:

"باعزته او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده، چې ټولې خوا وې انعطاف وکړي.ـ پاتې ۴۰۰ طالبن بندیان دې خوشې شي، ترڅو د سولې لپاره هیڅ بهانه پاتې نشي.ـ د طالب بندیانو د خوشې کېدو په صورت کې دې پرته له قېد او شرط څخه اوربند وشي او دواړه خوا وې دې ورته ژمنې پاتې شي.

د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کاري کمېټو رئیسانو د خپلو راپورنو د وړاندې کولو پرمهال همدارنګه ویلي چې یاد طالب بندیان دې د نړیوال ضمات په اساس خوشي شي، تر څو بیا د جګړې لیکو ته ونه ګرځي.

دوی همدارنګه د طالبانو په زندانونو کې د بندې پاتې افغان امنیتي سرتیرو پر ازادولو باندې هم ټينګار کړی دی.

په اعلامیه کي راغلي:"بندیان دې د ملي او نړیوال ضمانت په صورت کې خوشې کړای شي، ترڅو بیا د وسله والو په لیکو کې فعالیت ونکړي. ـ نړیواله ټولنه دې د سولې خبرو له پیل او په هېواد کې د دایمي سولې راوستلو په برخه کې ضمانت وکړي. ـ د امنیتي ځواکونو هغه بندیان چې د طالبانو په زندانونو کې دي د ملي روحیې د پیاوړي کولو لپاره دې خوشې شي."

د جرګې ګډونوالو همدارنګه ویلي چې د سولې خبرې دي ژر تر ژره پيل شي او سولې خبرو کې د یو ټول شموله مرکچي پلاوي پر ټاکل کېدو باندې هم ټینګار کړی دی.

"ـ د سولې خبرې دې څومره چې ژر کیږي پیل شي.ـ د سولې یو داسې مرکچې پلاوی دې وټاکل شي چې ټول شموله وي او د تېرو ۱۹ کالو ارزښتونو څخه دفاع وکولی شي.ـ د افغانانو په مشرۍ دې د سولې خبرو پیل لپاره افغانستان ته لومړیتوب ورکړل شي.ـ د افغانستان په قضیه کې ښکیلې غاړې دې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او جګړې ته دې لمن نه وهي."

د جرګې ګډونوالو همدارنګه ویلي چې د سولې خبرو کې دي د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو او جمهوریت،اساسي قانون،د ښځو له حقوقو، د بیان ازادي څخه دي کلکه دفاع وشي.

ـ د سولې په خبرو کې دې د تېرو ۱۹ کالونو له لاسته راوړنو او جمهوریت څخه په کلکه دفاع وشي.

"ـ د اساسي قانون او په ځانګړي ډول د اساسي قانون د دویم فصل څخه چې ولسواکي ده په کلکه دفاع.ـ د افغانستان د خلکو له حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څخه دفاع.ـ د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ خوندي کول.- د سولې په خبرو کې پرمختګونه د ولس سره باید پر وخت شریک شي. -حکومت دې د جګړې د قربانیانو رضایت ترلاسه کړي.ـ د سولې هوکړه دې د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د قدرتونو او د سیمې هېوادونو تر نظارت لاندې وشي."

د سولې مشورتي لویې جرګې د کمېټو ریسانو په خپلو خبرو کې همدارنګه ویلي چې په هېواد کې د تلپاتې او باعزتې سولې د راتګ لپاره پداسې حال کې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره هوکړه کوي چې نړیواله ټولنه یې ضمانت وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې مشورتي لویې جرګې رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کمېټو دوړاندیزونو او نظرونو د راټولو وروسته ویلي چې د مشورتي لویې جرګې وړاندېرونه او نظرونو څخه به د سولې په خبرو کې ګټه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG