د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مشورتې لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه

ټاکل شوې ده نن جمعه د اګست ۷مه(زمري۱۷) د سولې مشورتي لویه جرګه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وینا سره پرانیستل شي.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته وینا کې وویل چې د افغان حکومت لخوا د ۵۱۰۰ طالب زندانیانو ازادول سولې ته د افغان حکومت د لېوالتیا څرګندونه کوي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د جزا او اساسي قانون له مخې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو صلاحیت نه لري او په دې برخه کې د ولس د استازو مشوره اخلي.

نوموړي یو ځل بیا وویل چې دغه ۴۰۰ طالب بندیان درنې دوسیې لري.

ولسمشر غني وویل چې وسله والو طالبانو ژمنه کړې چې د خپلو ټولو بندیانو تر خلاصېدو وروسته به په درې ورځو کې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي او له حکومت سره به اوربند اعلان کړي.

ښاغلي غني وویل چې حساس او نازک لحظو ته رسېدلی چې په وینا یې د لویې جرګې تر سره کېدل د هیواد اساسي قانون ته د هغه ژمنتا ښيي.

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

هغه په دې اړه د جرګې ګډونوالو ته وینا کې وویل:"ستاسو د نن او سبا ورځې تصمیم ډېر مهم دی. زه خپله تاسې ته هیڅ ډول فرمایش نه لرم، ځکه زه ستاسو هر یو په درایت او وطن دوستۍ باور لرم."

افغان ولسمشر محمد اشر غني د سولې مشورتې لویې جرګې ته وینا کې همدارنګه وویل:"اوس سره یو ځای شوي یو، تر څو هغه خراب خوبونه چې نور یې زموږ په اړه وینې له خاورو سره یو ځای کړو، او د نظام پایې نورې هم پیاوړي کړو... او واقعي ثبات رامنځته کړو."

هغه همدارنګه زیاته کړه چې طالبان د ټولنې یو واقعیت دی او ټينګار یې وکړ چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید کار وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې پرانیستلو وینا کې وویل چې لویه جرګه هغه ځای دی چې په هغه کې خلک له هر ډول قید او قیود پرته خپل د زړه خبرې تبادله کوي او پایلې یې له نظام سره شریکوي.

ښاغلي غني همدارنګه وویل چې :"د نن ورځې د ملي بحث اساسات جمهوریت ـ ملي وحدت ـ ولسواک نظام لرل ـ د اقتصادي فرصتونو او شتمنیو منصفانه ویش ـ د یو ځواب ورکوونکي نظام تقویه کول او د خپلو معنوي او مادي شتمنیو ساتل دي چې زموږ راتلونکی ثبات تضمینوي."

ښاغلي غني وویل چې افغانان سولې او ثبات ته اړتیا لري او په وینا یې افغانستان اړتیا لري چې د حرکت مسیر یې صاف او شفاف وي.

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

نوموړي زیاته کړه چې افغانان اړتیا لري تر څو د خپل ځان او مال څخه ډاډمن شي او خپلو اولادونو ته د راتلوونکي لپاره پلان او پروګرام جوړ کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس وټاکل شو.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر او د سولې مشورتي لویې جرګې ریئس ډاکټر عبدالله عبدالله هم تمه وښودل چې د جرګې پایلې به د سولې او وطن په خیر وي.

عبدالله عبدالله همدارنګه زیاته کړه چې د مشورتي لویې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته د مصالحې عالي شورا د وروستۍ برخې کارونه هم تکمیل شي چې په وینا یې د خلکو په مشورې پورې تړلي و.

هغه وویل چې افغانستان په ډير یو تاریخي پړاو کې قرار لري چې په وینا یې د جرګې مشورې او تصمیم د افغانستان د خلکو لپاره ډيرې مهمې دي.

د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس همدارنګه وویل:"ځیني شاید فکر وکړي چې د جګړې له لارې به بریالي شي، دا اشتباه ده، حد اقل د افغانستان ۴۰ کلن جنګ تاریخ دا په اثبات رسولې ده، جنګ د یو طرف د ماتې په معنا نه ده."

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

ښاغلي سیاف وویل چې د جرګې غړي باید د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لري او داسې نظر ورکړي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

هغه وویل چې د روغتیايي وضعیت له امله یې د جرګې مدیریت ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی دی.

ښاغلي پمپیو نن جمعه اګست۷مه(زمري۱۷مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه جرګې غړي به د سولې په اړه ملاتړ لا یو ځای کړي.

پمپيو ویلي چې تر څلوېښت کلنې جګړې، وینې ټویېولو او خرابیو وروسته، طرفین چمتو شوي چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي پروسې ته لاره هواره کړي.

پر همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جرګې غړي به د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو پرېکړه وکړې چې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې دا وروستی خنډ هم لیري شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي د شورا مشر ډاکټر عبدالله او د لویې جرګې ګډونوال هڅولي چې د سولې په خاطر دې له دې تاریخي موقع ګټه واخلي ترڅو جګړه ودریږي.

د لویې جرګې تالار
د لویې جرګې تالار

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې څخه د هر کلي ترڅنګ ویلي چې ټول اړخونه باید د سولې تاریخي فرصت په پام کې ونیسي.

هغه ویلي:"لکه څنګه چې دوی دا کار کوي، د امریکا متحده ایالات به د دوی ترڅنګ ودریږي."

زلمي خلیلزاد د جرګې له ګډونوالو غوښتي چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د سولې پروسې د پېچلتیا په لټه کې دي:"افغانانو دې شیبې ته ډیر اوږد انتظار ایستلی و. موږ د جرګې برخه والو ته په خپلو خبرو کې د بریا هیله کوو او له هغوی غوښتنه کوو چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې وضعیت ته ترجیح ورکوي او سولې پروسې ته د پیچلتیا په لټه کې دي."

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم د سولې مشورتې لویې جرګې څخه د هر کلي ترڅنګ د یادې

جرګې تر سره کېدل د سولې پروسې او بین الافغاني خبرو پیلېدو او بندیانو خلاصېدو لپاره یو فرصت بللی دی.

ناټو په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"موږ استازو ته د دوی په خبرو کې ښه هیله لرو چې سولې ته د یوې ملي کړنلارې قوی کول دي."

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG