د لاس رسي وړ اتصالات

لوکاشینکو: پوتین غوښتل د بغاوت پر وخت پریګوژین له 'منځه یوسي' 


د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې دې ته وهڅوه چې د تیرې اونۍ د بغاوت په ترڅ کې چې د کرملین په وینا روسیه یې د کورنۍ جګړې پر لور وړله، د واګنر د ډلې مشر یوګیني پریګوژین د "له منځه وړلو ډډه وکړي."

پوتین په پیل کې د پریګوژین بغاوت د ۱۹۱۷ کال له جګړې سره چې په پای کې په کورنۍ جګړې اوښتې وه، پرتله کړ او ژمنه یې وکړه چې هغه له منځه یوسي، خو څو ساعته وروسته د لوکاشینکو په منځګړیتوب موافقه وشوه چې پریګوژین او د هغه ځینو جنګیالیو ته اجازه ورکړي چې بیلاروس ته لاړ شي.

د بیلاروس د دولتي رسنیو په وینا، لوکاشینکو د سه شنبې په ورځ د خپل پوځ له مقاماتو او خبریالانو سره په یوه غونډه کې وویل: "زه همداشان (د پوتین له وینا) وپوهیدم چې د یاغیانو د له منځه وړلو لپاره وحشیانه تصمیم نیول شوی."

لوکاشینکو زیاته کړه: "ما پوتین ته وړاندیز وکړ چې بیړه ونه کړي. ورته مې وویل 'راځه' د پریګوژین او د هغه له قوماندانانو سره خبرې وکړه. هغه راته وویل غوږ ونیسه ساشا، فایده نلري. هغه [پریګوژین] حتی خپل تلیفون نه اوچتوي، نه غواړي له چا سره خبرې وکړي."

د لوکاشینکو د څرګندونو په اړه کرملین سمدستي څه ندي ویلي؛ کوم چې د کرملین دننه خبرو اترو په اړه په نادره توګه تبصره کوي.

لوکاشینکو، د پریګوژین یو له پخوانیو ملګرو او د پوتین د نژدې متحدینو څخه دی. هغه وویل چې د روسیې ولسمشر ته یې سپارښتنه کړې ده چې "له اوس څخه اخوا" فکر وکړي او د پریکوژین له منځه وړل کولای شي د هغه د جنګیالیو په پراخ بغاوت واوړي.

د بیلاروس مشر همداشان وویل چې د هیواد پوځ یې کولای شي د واګنر د ډلې له تجربو څخه ګټه واخلي چې د کرملین سره د موافقې وروسته اوس ازاد دي چې بیلاروس ته راشي.

لوکاشینکو وویل: "دا په پوځ کې د روزل شوي قطعې زده کړې دي. څوک به پدې موضوع بحث وکړي؟ زما پوځ هم دا درک کوي او مونږ په بیلاروس کې دا ډول کسان نلرو."

لوکاشینکو خپل پوځ ته په خطاب کې وویل: "خلک نه درک کوي چې مونږ دې موضوع ته په عملي لاره نژدې کیږو...هغوی (واګنر) به د هغه جګړې په اړه چې تیره کړې یې ده موږ ته ووایي، د وسلو په اړه به مونږ ته ووایي – څه شي ښه کار وکړ او څه شي بد کار وکړ."

د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین، د جمعې په ورځ (جون ۲۳) د یو لړ ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو په خپرولو سره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو پدې تورن کړ چې د دې ډلې پر پوځي اډې یې د راکټي برید امر کړی او زیاته کړې یې وه، چې د دوی ځواکونه به اوس شویګو ته په وسله وال بغاوت کې سزا ورکړي. هغه د روسیې له پوځ څخه وغوښتل چې مقاومت ونه کړي.

خو پریګوژین وروسته له هغه چې د شنبې په ورځ یې د بیلاروس د ولسمشر لوکاشینکو په منځګړیتوب د روسیې د لوړپوړو پوځي مقاماتو په وړاندې وسله وال پاڅون پای ته ورساوه، د سه شنبې په ورځ بیلاروس ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG