د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د مسکو په ضد د پرېګوژین بغاوت د پوتین په واکمنۍ کې جدي درځونه څرګندوي 


متحده ایالتونو نن یکشنبه جنوري ۲۵ (سرطان څلورم) وویل چې د روسیې د پوځي مشرتابه په ضد د واګنر ملېشو د مشر یوګیني پرېګوژین لنډ بغاوت د ولسمشر ولادمیرپوتین د دوو لسیزو په واکمنۍ کې «جدي درځونه» څرګندوي او په اوکراین کې د هغه د ۱۶ میاشتو د جګړې «اصول» تر پوښتنې لاندې راوستي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اې بي سي تلویزون ته وویل چې د اوکراین جګړه د پوتین لپاره په هرې برخې «اقتصادي، پوځي او جیوپولیټیکل کې ویجاړونکې ستراتیژیکه ناکامه» ده.

هغه د پوتین په ضد د پرېګوژین د اعتراض په اړه وویل: «موږ ګورو چې درځونه راڅرګندېږي.» هغه همدغه راز زیاته کړې د دغې مسئلې په اړه حدس نه وهي، مګر«موږ فکر نه کوو چې لا مو اخري اقدام» لیدلی وی.

دغه لوړپوړي امریکايي دپلومات وویل، چې د شنبې په ورځ پلازمینه مسکو ته نژدې د پریګوژین واګنر ډلې بغاوت او د ناڅاپه شاتګ عواقب یې لا هم معلوم نه دي.

پرېګوژین له شاتګ وروسته بلاروس ته ولاړ او لا معلومه نه ده چې په اینده کې به د هغه او مسکو ته د هغه په ورغلیو ځواکونو باندې څه کېږي. انتوني بلیکن وویل: «لنډ ځواب دا دی چې موږ نه پوهېږو.»

نوموړي وویل چې ولسمشر جوبایډن په روسیې کې د روان وضعیت په اړه له کمپ ډیویډ څخه له خپلو متحدینو سره غږېدلی دی.

انتوني بلیکن زیاته کړه چې د «پوتین واک ته مخامخ ننګونې» وښوده چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل «په غلطو وړاندینو شوی و چې ګنې ناټو د روسیې لپاره خطر» و.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» مشر او متقاعد جنرال ډیویډ پېټرایس سي‌ ان ان ته ویلي دي چې دا کار« به د اوکراین په جکړې باندې کوم اغیر نکوي» خو د پرېګوژین بغات «پوتین لا ډېر اسپي پذیره» کړ.

نوموړي زیاته کړه چې د پوتین او پرېګوژین په دغه ټکر کې «ډېرې ډېرې نامعلومې» اغیزې په خپل حال پاتې دي.

د واګنر جنګیدونکو اجیرو سرتیرو مشر یوګني پریګوژین تېره ورځ وویل چې سهار وختي یې ځواکونه د اوکراین څخه روسیې ته داخل شوي او د روسیې سرحدي ځواکونو یې مقاومت ندی کړی.هغه ویلي وسله وال یې چمتو دي چې د روسیې د پوځ پر ضد "تر وروستي حده ولاړ شي او که څوک یې مخه نیسي، تبا به یې کړي".

د واګنر ډلې مشر ویلي چې ۲۵زره قوي ځواکونه یې مرګ ته چمتو دي. یوګني پریګوژین د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویکو باندې تور لګولی چې په اوکراین یې ځکه یرغل وکړ چې دی پخپله مارشال شي، یا ورته د روسیې د اتل مډال ورکړل شي.

کرملین وروسته بیا وویل چې په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو ملیشو مشر یوګني پریګوژین د یوې موافقې له مخې ګاونډي هیواد بیلاروس ته ځي او د هغه پر ضد جنایي قضیه به هم وتړل شي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف شنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۳) وویل چې د دې ملیشو غړي به هم چې د مسکو پر ضد «وسله وال بغاوت» کې یې لاس درلود، نه محاکمه کېږي.

ښاغلي پیسکوف په یوې اعلامیې کې د دې ملیشو پخوانیو کړنو ته په اشارې سره ویلي چې «مونږ تل په جبهې کې د هغوي د اتلولۍ درناوی کړی». د کرملین ویاند ویلي چې د واګنر ګروپ مشر سره دا موافقه د بیلاروس د جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو په منځګړتوب شوې چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین کلک ملګری دی.

ښاغلي پیسکوف خبریالانو ته وویل چې د بیلاروس جمهور رئیس د پریګوژین سره څه باندې ۲۰ کاله پخوانۍ ملګرتیا لري او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په خوښې یې په خبرو کې منځګړتوب کړی.

د حکومت ویاند همدارنګه وویل د واګنر هغه غړي چې پدې بغاوت کې یې لاس نه درلود کولی شي چې د دفاع وزارت سره یو ځای شي ځکه دا وزارت غواړي چې د همدې روان میلادي کال د جولای د میاشتې تر لومړۍ نیټې ټول رضاکار ځواکونه پخپل کنټرول کې واخلي.

سره لدې چې د روسیې جهور رئیس ولادمیر پوتین په لومړي سر کې ژمنه کړې وه چې ټولو هغو کسانو ته به سزا ورکوي چې پدې وسله وال بغاوت کې یې لاس درلود خو د کرملین ویاند وایي د واګنر ګروپ مشر سره د موافقې هدف د مقابلې او وینې تویدینې مخنیوی دی.

د کرملین ویاند پدې هکله د تبصرې کولو څخه ډډه وکړله چې آیا د واګنر ګروپ مشر ته د دې موافقې په بدل کې امیتیازات ورکړل شوي او که نه او آیا دا چې د دفاع وزیر او لوی درستیز لیرې کیدو لپاره یې غوښتنې منل شوي او که نه.

خو دومره یې وویل چې جمهور رئیس پوتین د ښاغلي پریګوژین د امنیت ضمانت ورکړی او د دفاع په وزارت کې هر ډول ادلون بدلون یې د هیواد د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندان (جمهور رئیس پوتین) واک وباله.

XS
SM
MD
LG