د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان کې د ۱۳ میلیون ډالرو قیمتي ساعتونه 'ورک شوي'


ځینې دغه لادرکه شوي ساعتونه په انلاین وبسایټونو او د زړو توکو د خرڅلاو په مغازو کې لیدل شوي او مالکانو یې په اړه پولیسو ته عریضې کړي دي.
ځینې دغه لادرکه شوي ساعتونه په انلاین وبسایټونو او د زړو توکو د خرڅلاو په مغازو کې لیدل شوي او مالکانو یې په اړه پولیسو ته عریضې کړي دي.

په جاپان کې له یو دوکان څخه د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت شاوخوا ۹۰۰ رولکس او نور قیمتي ساعتونه ورک شوي او د دوکان مالک دوبۍ ته تښتېدلی دی.

د جاپان په اوساکا کې د "ټوک مېچ" په نوم ددې دوکان مالک دا ساعتونه د هغوی له مالکانو څخه د فیس په مقابل کې اخیستي وو او بیا یې نورو خلکو ته په کرایه ورکول.

د جنوري په میاشت کې د ټوک مېچ مالک اعلان وکړ چې خپل کاروبار یې تړلی او ټول ساعتونه به د هغوی مالکانو ته وسپارل شي.

خو د ۱۲.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د شاوخوا ۹۰۰ ساعتونو ۱۹۰ تنه مالکانو ویلي چې د دوی ساعتونه بیرته نه دي ورکړل شوي.

ځینې دغه لادرکه شوي ساعتونه په انلاین وبسایټونو او د زړو توکو د خرڅلاو په مغازو کې لیدل شوي او مالکانو یې په اړه پولیسو ته عریضې کړي دي.

جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې د توکیو ښار پولیسو د اختلاس په شک د "ټوک مېچ" مالک، ۴۲ کلن تاکازومي کومیناټو د نیولو امر ترلاسه کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، پر نوموړي شک دی چې یو کرایه شوی رولکس ساعت یې د جنوري په میاشت کې په ۶۵۰ زره ین پلورلی دی.

خو کومیناټو د فبرورۍ په وروستیو کې له جاپان څخه دوبۍ ته پرواز کړی او د جاپان پولیسو ویلي چې د نوموړي نوم به د نړیوالو مطلوبو کسانو په لیست کې شامل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG