د لاس رسي وړ اتصالات

د هسپانیا د یو هوايي ډګر ۱۴ کارکوونکي د مسافرو له بکسونو د غلا په تور نیول شوي


د هسپانیا پولیس شک لري چې د هوايي ډګر نیول شويو کارکوونکو نور غلا شوي توکي په محلي پلورنځیو یا انلاین پلورلي دي.
د هسپانیا پولیس شک لري چې د هوايي ډګر نیول شويو کارکوونکو نور غلا شوي توکي په محلي پلورنځیو یا انلاین پلورلي دي.

د هسپانیا پولیس وايي ددغه هېواد د یو ستر هوايي ډګر ۱۴ کارکوونکي یې د مسافرو له بکسونو څخه د ساعتونو، لپټاپونو او نورو قیمتي توکو د غلا په تور نیولي دي.

پولیسو د جمعې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل چې دغه کسان د ټینریف د ټاپو په عمومي هوایی ډګر کې نیول شوي دي.

پولیسو د نږدې دوو میلیونو یورو (۲.۲ ملیون ډالرو) په ارزښت توکي ضبط کړي چې شک کیږي د مسافرو له بکسونو غلا شوي دي. په دې توکو کې ۲۹ قیمتي ساعتونه، ۲۲ موبایل تلیفونونه او د زیوراتو ۱۲۰ سیټونه شامل دي.

پولیس شک لري چې نیول شويو کسانو نور غلا شوي توکي په محلي پلورنځیو یا انلاین پلورلي دي.

د هوایي ډګر ۲۰ نور کارکوونکي تر پلټنو لاندې دي او همدارنګه په ټینریف کې د زیوراتو ۲۷ دوکانونه پلټل شوي دي.

ټنریف د هسپانیا د کنري په نوم ټاپوګانو کې دی چې ډیر خلک ورته د رخصتۍ تیرولو دپاره ځي.

پولیسو وویل، د موضوع په اړه یې وروسته له هغه پلټنې پیل کړې چې ګڼ شمېر مسافرینو له خپلو بکسونو څخه د توکو د ورکېدو په اړه شکایتونه وکړل.

چارواکي په دې باور دي چې دا سامانونه هغه مهال غلا شوي چې بکسونه په الوتکه کې ځای پر ځای کېدل او د هوايي ډګر کارکوونکو په همدې وخت کې بکسونه پرانیستي او قیمتي توکي یې ورڅخه ایستلي دي.

د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "دوی غلا شوي توکي د خپلو لباسونو دننه په ګنډل شویو جیبونو کې پټول او یا یې په هوايي ډګر کې په خپلو شخصي لاکرونو کې ځای پرځای کول."

پر نیول شویو کسانو باندې په جنايي سازمانو کې د غړیتوب، په زور د غلا او د غیر قانوني لارو د پیسو د لېږد تورونه پورې شوي دي.

د ټینریف ټاپو په جنوب کې د دې هوايي ډګر د مسئولینو د معلوماتو له مخې، له دې هوايي ډګر له لارې تیر کال نږدې ۱۱ میلیونو خلکو سفر کړی دی او د هسپانیې اووم تر ټولو بوخت هوايي ډګر بلل کیږي.

ټینریف د کانري ټاپوګانو ترټولو لوی او ډیر نفوس لرونکی ټاپو دی او په شمالي برخه کې یو بل هوايي ډګر هم لري. دې ټاپو ته د ګرمې هوا د لرلو له کبله له شمالي اروپا څخه ډیر سیلانیان ځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG