د لاس رسي وړ اتصالات

مادورو د وینزویلا ټاکنو کې ګټونکی اعلان شوی؛ امریکا دا پایلې سمې نه بولي


د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د ټاکنیزو مبارزو په یوه غونډه کې ددغه هېواد بیرغ پورته کړی.
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د ټاکنیزو مبارزو په یوه غونډه کې ددغه هېواد بیرغ پورته کړی.

د وینزویلا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نیکولاس مادورو د بري له اعلان وروسته چین او روسیې هغه ته د بري مبارکي ویلې خو د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو نیوکه کړې او د ټاکنو په پایلو کې یې د شفافیت غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري اتمه) وویل د وینزویلا د ټاکنو پایلې سمې نه دي او واشنګټن په دې اړه "جدي اندیښنې" لري.

بلینکن جاپان ته د سفر پر مهال وویل: "موږ جدي اندیښنې لرو چې اعلان شوې پایلې د وینزویلا د خلکو اراده یا خوښه نه منعکس کوي."

د بلینکن له وینا لږ وړاندې، د وینزویلا د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې ۶۱ کلن مادورو د ۵۱.۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دریمې شپږ کلنې دورې لپاره ټاکنې ګټلې دي.

حکومت ته ددغه وفادار کمیسیون رئیس ایلویس اموروس خبریالانو ته وویل چې د اپوزیسیون کاندید ایدموندو ګنزالیز ۴۴.۲ سلنه رایې ګټلي دي. د وینزویلا د حکومت مخالف ایتلاف دغه شمېرنې رد کړي او ویلي یې دي چې په ټاکنو کې یې ۷۰ سلنه رایې ګټلي دي.

په وینزویلا کې د حکومت مخالف د ولسمشرۍ کاندید ایدموندو ګونزالیز او د اپوزیسیون مشره کورینا مچادو
په وینزویلا کې د حکومت مخالف د ولسمشرۍ کاندید ایدموندو ګونزالیز او د اپوزیسیون مشره کورینا مچادو

د تیلو د ذخیرو لرونکې وینزویلا یو وخت بډای هېواد ګڼل کېده خو په وروستیو کلونو کې یې د سړي سر داخلي عاید ۸۰ سلنه ټیټ شوی او د ۳۰ میلیون نفوس شاوخوا اووه میلیونه یې مهاجرت ته اړ شوي دي.

پر مادورو تور دی چې په ۲۰۱۳ کې د واک اخیستلو راهیسې یې استبدادي حاکمیت غوره کړی، خپل منتقدین یې په زندان کې اچولي او سیاسي مخالفین یې ځورولي دي.

خپلواکو نظرپوښتنو وړاندوینه کړې وه چې د یکشنبې د ورځې ټاکنې به په وینزویلا کې د "چاویزمو" په نوم هغه ۲۵ کلن پاپولیست غورځنګ پای ته ورسوي چې د مادورو د لارښود او ددغه هېواد پخواني سوسیالیست ولسمشر هوګو چاویز لخوا رامنځته شوی و.

بلینکن وویل: "دا مهمه ده چې هره رایه په عادلانه او شفافه توګه وشمېرل شي. د ټاکنو چارواکي سمدستي پرته له ځنډه د اپوزیسیون او خپلواکو څارونکو سره معلومات شریک کړي او د رایو تفصیلي جدول خپور کړي... نړیواله ټولنه دا جریان له نږدې څاري او لازم غبرګون ورته ښيي."

وینزویلا کې ټاکنیزې مبارزې
وینزویلا کې ټاکنیزې مبارزې

د چین برسېره د کیوبا مشرانو هم مادورو ته د بریا مبارکي ویلې، خو د کولمبیا، پیرو، هسپانیا او ایټالیا په ګډون ځینو هېوادونو د وینزویلا د رایو په شمېرنه کې د شفافیت غوښتنه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان خبریالانو ته وویل: "چين چمتو دی چې [له وینزویلا سره] خپلې دوامدارې ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته یې لا ښه ګټه ورسیږي."

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني ویلي چې د پایلو په اعلان "حیران" شوی دی. هغه په خپل ایکس حساب کې لیکلي: " موږ غواړو چې پایلې دې اسنادو ته د لاسرسي سره تائید شي چې ایا هغه پایلې چې د مادورو بریا اعلانوي، واقعیا د خلکو اراده منعکس کوي."

د پیرو هېواد د غبرګون په توګه له وینزویلا څخه خپل سفیر د سلا مشورو لپاره ورغوښتی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG