د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه نن رسماً پيل شول


نن یکشنبه د «زمري میاشتې پر۶مه» په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه رسماً پیل شول.

دغه کمپاینونه چې دوې میاشتې په دوام وکړي،پر مهال به یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ کاندیدان خپل پروګرامونه له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني پرون شنبه ناوخته د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال له ټولو کاندیدانو څخه وغوښتل چې، د خپلو کمپاینونو پرمهال د ټاکنیز کمپاین اصول مراعت او له سرغړونو څخه ډډه وکړي.

نن یکشنبه عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني انتخاباتي غونډې لرلې او خلکو ته یې د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

عبدالله عبدالله چې ټاکنیز شعار یې ثبات او همپالنه ده نن یکشنبه پې پخپلې لومړنۍ انتخاباتي غونډې کې وویل، که بریالی شي اجرائیه ریاست به وساتي،والیان او ولسوالان به د ټاکنو له لارې غوره کړي، اساسي قانون به تغیر او د فساد پر ضد به مبارزه وکړي.

هغه په نننۍ غونډه کې وویل، که بریالی شو انوارالحق احدي به یې اجرائیه رئیس وي.

محمد اشرف غني چې ټاکنیز شعار یې دولت جوړونکی دی پخپلې نننۍ کمپاینزې غونډې کې وویل، که بریالي شي د غازي امان الله خان ناتمام فصل به بشپړه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د یاد ټاکنیز کمپاین په موده کې هر کاندید کولای شي شاوخوا ۴۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.

یاد کمپاینونه د ولسمشریزو ټاکنو د وخت تر رارسېدو ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسېږي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وايي، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، له بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په ډډه وکړي.

ټولو قوانیونو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي.

افغان حکومت مخکې لا د ټاکنیز کمپاینونو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود، حکیم تورسن، شیدا محمد ابدالي، عنایت الله حفیظ، عبداللطیف پدرام، غلام فاروق نجرابي، نورالحق علومي، محمد حنیف اتمر، فرامرز تمنا، محمد شهاب حکیمي، رحمت الله نبیل، محمد ابراهیم الکوزی، نورالرحمان لېوال، زلمی رسول، او سید نورالله جلیلي ځانونه کاندید کړي دي.

XS
SM
MD
LG