د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: شدیدې زلزلې لسګونه کسان ژوبل کړي، د یو افغان وضعیت خراب دی  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ترکیه کې چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د ریختر په کچه د ۵.۹ درجې زلزلې یو شمېر ودانۍ زیانمنې کړې او لږ تر لږه ۶۸ کسان یې ژوبل کړي دي.

راپورونه وايي اکثریت ژوبل شوي هغه کسان دي چې د زلزلې په مهال له خپلو کورونو څخه یې د تېښتې هڅه کوله.

ډاکټران وايي چې د ۶۸ زخمیانو درملنه یې کړې ده او اکثریت یې سطحي ژوبل وو. ځینو په کې له ودانیو څخه ټوپ وهلی و او ځان یې ژوبل کړی و.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د یو ۲۸ کلن افغان وضعیت د مغزي وینې بهیدو له کبله ډېر خراب دی. نوموړي معلومات ورکړي نه دي چې په دې پېښې کې نور افغانان هم ژوبل شوي که نه. په ترکیې کې لسګونه زره افغانان ژوند کوي.

دا زلزله نن چهارشنبه نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) د ترکیې د دوزچه په ایالت کې د ګلکایا په ښارګوټي کې شوې ده. دا زلزله په استانبول او مرکز انقره کې هم احساس شوې ده. چارواکي وايي زلزله سهار مهال شوې او خلک ویده وو.

ښوونځي هم رخصت کړل شوي دي.

د ترکیې د دوزچه ایالت د زلزلې له پلوه ښه تاریخ نلري. د اسوشیتدپرس د راپور په اساس، د ۱۹۹۹کال د نومبر په ۱۲ نېټه په یوې زلزلې کې په دغه ایالت کې شاوخوا ۸۰۰ کسان مړه شول. د همدغه کال د اګست په میاشت کې په یوې بلې زلزلې کې بیا ۱۷۰۰۰ د ترکیې په بل ښار کوجایلي کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ نور کسان مړه کړل.

XS
SM
MD
LG