د لاس رسي وړ اتصالات

د  اسرائیل په بریدونو کې اته فلسطینیان وژل شوي- چارواکي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

اسرائيل د دوشنبې په ورځ جولای درېیمه (چنګاښ ۱۲) لویدیځې غاړې ته سلګونه سرتېري استولي‌ او هلته یې لوی پوځي عملیات پیل کړي چې په تېرو کلونو کې بېساري بلل کېږي.

په دغو عملیاتو کې د اسرائیل هوايي او ځمکني ځواکونه برخه لري او له زغروالو موټرونو څخه هم په کې کار اخیستل کېږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي‌ دي چې په جنین کې د کډوالو په یو کمپ‌ باندې د اسرائيل په برید کې اته فلسطینیان وژل شوي او نژدې ۵۰ تنه نور ژوبل شوي‌ چې د ۱۰ کسانو وضعیت یې خراب دی.

په فلسطین کې د سره صلیب مشر محمود السعدي ویلي چې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د استوګنې د ځینو کورونو په ګډون یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې د هغو ډلو مرکزونه او د مهماتو زېرمې په نښه شوي چې په وروستیو میاشتو کې یې په اسرائیل باندې بریدونه کړي‌ دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهن په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل: «موږ په قوي ځواک سره په جنین کې د ترهګرو په ځالو برید کړی.»

د اسرائيل د پوځ ویاند ریچارډ هیچت وویل: «خلک پوهېدل چې موږ برید کوو، خو له هوا څخه په کمپ کې د هدف نښه کولو هغوی غافل کړل.»

نوموړي وویل چې پوځ یې لا هم د خپلو اهدافو لپاره د جنین په کمپ کې دی، نه د سیمو د نیولو لپاره نه. هغه زیاته کړه: «لا هم وسلې او مهمات کشف او ضبطوو.»

د فلسطین د جهاد ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «په جنین کې د یرغل د ځواب لپاره، په دښمن [اسرائيل] باندې د برید ټول انتخابونه په پام کې نیول شوي.»

اسرائيل په ۱۹۶۷کال کې کې لویدیځه غاړه اشغال کړه او اوس هلته‌۴۹۰زره اسرائیلیان ژوند کوي، چې د نړیوالو قوانینو په اساس، غیر قانوني‌ګڼل کېږي.

سره له دې چې فلسطینیان له خپلو ځمکو څخه د اسرائیل د وتلو غوښتنه کوي، خو د اسرائيل صدراعظم نتنیاهو ژمنه کړه چې په دغو سیمو کې به د یهودانو د مېشت ځایونو د جوړولو کار روان ساتي.

په جنین کې تاوتریخوالی له هغه وروسته پیل شو چې تېره میاشت د وسله والو په یو برید کې د اسرائیل څلور عسکر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG