د لاس رسي وړ اتصالات

د مکسیکو په جنوب کې سختې زلزلې ۶ تنه وژلي


کارګران د زلزلې له ویرې له ودانیو بهر وتلي دي
کارګران د زلزلې له ویرې له ودانیو بهر وتلي دي

د ریختر د ۷.۴ درجې سختې زلزلې د مکسیکو په جنوب کې د ارام سمندر ساحلي سیمې لړزولي، لږ تر لږه شپږ تنه یې وژلي او یو شمیر نور کسان یې سخت ټپیان کړي دي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې د سه شنبې د ورځې جون ۲۳ (چنګاښ ۳) دغې سختې زلزلې په سلګونو کیلومتره لرې د مکسیکو په مرکز مکسیکو سیټي ښار کې هم ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې دي.

مقاماتو ویلي چې دوه تنه په مکسیکو سیټي کې ټپیان شوي او څه دپاسه ۳۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي.

مړینه د زلزلې اصلي مرکز ته نژدې په اوهاکا (Oaxaca ) غرنۍ سیمه کې شوې چې د قهوې او د اسپانیې د مستعمرې د وخت ودانیو په خاطر مشهوره ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي څیړنو ادارې ویلي چې د مکسیکو د سه شنبې د ورځې د زلزلې مرکز د پوچوتله ښار په ۶۹ کیلومترۍ کې پروت دی او زلزله ۲۶ کیلومتره د ځمکې د سطحې لاندې رامنځ ته شوې ده.

مکسیکویي مقاماتو ویلي چې په سیمه کې شاوخوا ۲۰۰ کورونو ته تاوان رسیدلی او ۳۰ ودانۍ یې نړیدلي دي.

د ژغورنې عمله د څو ساعتونو هڅو وروسته د زلزلې مرکز ته نژدې شوې او د ټپیانو سره یې مرسته کړې ده.

په ۲۰۱۷ کال کې د مکسیکو مرکز هم سختې زلزلې لړزولی و چې په مرکز او نژدې پرتو ولایتونو کې یې ۳۵۵ کسان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG