د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د ملالې ورتګ د بشري حقونو فعالانې هیله مندې کړې


په پاکستان د بشري حقونو یو شمېر فعالانې وايي هغه هېواد ته د ملالې ورتګ د بشري حقونو فعالانې هیله مندې کړې

ملالې یوسفزۍ پاکستان ته د پنځو کلونو نه وروسته د یو لنډ سفر په وخت وویل چې غواړي په پاکستان کې ژوند وکړي.

د ښځو د حقونو فعالینې وایي چې د ملاله یوسفزۍ ورتګ او په پاکستان کې د اوسیدو خواهش یې د راتلونکې په اړه امیدونه ژوندي کړيدي.

ملاله یوسفزۍ د مارچ د میاشتې په ٢٩ پاکستان ته لاړه او هلته یې د ښځو د حقونو د فعالینو د یوې ډلې سره وکتل.

په دغه ملاقات کې گډونکونکو زیاتره میرمنو د هغې په ورتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې غواړي ملاله په پاکستان کې په سوله او امن کې ژوند وکړي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو مبارزې نگهت داد امریکا غږ ته وویل ډیره خوشحاله شوه چې ملاله یې په پاکستان کې ولیده. "د ملالې سره د ملاقات په وخت ما دا فکر کاوه چې مونږ بیخي ډیر اندیښمن اوسو، باید هیله من ووسو. د ملالې راتگ د بدلون نښه ده. مونږ ټول به یو ځاې بدلون راولو او هم اوس یې پیل شویدی. "

(اغلې داد د ملالې سره د ملاقات خپل عکسونه په ټویټر شریک کړل)

ملاله یوسفزۍ ته په پاکستان کې ځینې لیکوالان د درز پیدا کوونکي شخصیت (Polarising) اصطلاح کاروي. د ملالې په اړه به ځینې خلکو دا ادعاگانې کولې چې هغه به پاکستان ته بیرته لاړه نه شي. ملالې یوسفزۍ په اسلام اباد کې په یوې غونډې کې وویل چې "پاکستان مې وطن دی او دلته به راځم."

جلیله حیدر چې په پاکستان کې د هزاره اقلیتې ډلې د حقونو فعاله ده، هم د ملالې سره ملاقات وکړ. اغلې حیدر وویل چې د پاکسان ټولنه چې مردسالاره ټولنه ده، اوس د بدلون په لور روانه ده، هغې وویل "ملاله ځکه زمونږ په زړونو کې هیلې پیدا کوي چې هغه د ښځو د تعلیم لپاره کار کوي. هغې وویل چې دا یې وطن دی او دلته به راځي. مونږ غواړو چې هغه هر چیرته ووسي خو چې د خپل ملک د ښځو لپاره کار وکړي"

گلالۍ اسمعیل هم د ملالې سره ملاقات وکړ. گلالۍ امریکا غږ ته وویل "ملالې خواهش څرگند کړ چې غواړي په پاکستان کې ژوند وکړي او دلته د جینکو د تعلیم لپاره کار وکړي. هغې وویل چې غواړي په راتلونکو لسو کلونو کې هره جینۍ ښوونځي ته ځي"

پاکستان ته د ملالې یوسفزۍ دا سفر یواځې څلور ورځې و او د پاکستان امنیتي ادارو د هغې د سفر په وخت سخت حفاظتي انتظامات کړي و.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG