د مالیزیا حکومت پرېکړه کړې چې د خپلې هغه الوتکې لټون له سره پیل کړي چې نږدې ۱۰ کاله وړاندې له ۲۳۹ سپرلیو سره په هوا کې په مرموز ډول ورکه شوې وه.
د بوینګ ۷۷۷ نمبر دغه مسافر وړونکې الوتکه د ۲۰۱۴ کال د مارچ په اتمه له کوالالمپور څخه د چین پایتخت بیجنګ ته روانه وه چې په ناڅاپي ډول له رادار څخه ورکه شوه.
د هوايي چلند په تاریخ کې د ترټولو پراخ لټون عملیاتو سره سره تراوسه ددغه الوتکې څرک ندی لګیدلی.
د مالیزیا د ترانسپورت وزیر انتوني لوک د جمعې په ورځ، دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) په رسنیو ته وویل: "د 'اوشن اینفینیټي' په واسطه د لټون عملیات غوره وړاندیز دی او په کار ده چې ومنل شي."
لوک وویل چې حکومتي کابینې د دسمبر په ۱۳مه ددغه شرکت له خوا د لټون د عملیاتو په ترسره کېدو هوکړه وکړه.
اوشن اینفینیټي شرکت په متحده ایالاتو او بریتانیا کې فعالیت کوي او ټاکل شوې چې د مالیزیا په ورکې شوې الوتکې پسې د هند په سمندر کې په ۱۵۰۰۰ کیلومتر مربع سیمه کې لټون پیل کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې ددغه شرکت له خوا د ورکې شوې الوتکې لټون بې نتیجې پای ته رسیدلی و.
له هغه وړاندې د استرالیا په مشرۍ ددې الوتکې د موندلو عملیات روان وو چې درې کال یې وخت ونیو او په ۲۰۱۷ کې بې نتیجې پای ته ورسېدل.
ددغه الوتکې له ورکېدو وروسته په دې اړه بېلا بیلې اوازې خپرې شوي دي. ځینې وايي چې ښايي د الوتکې پیلوټ په لوی لاس په یو نامعلوم هوايي ډګر کې دغه الوتکه کښته کړې وي.
د مالیزیا د ترانسپورت وزیر وايي چې د لټون د تازه عملیاتو له پیل کېدو سره سره ددې ضمانت نشته چې هغه به وموندل شي.
فورم \ دبحث خونه