د لاس رسي وړ اتصالات

په الوتکه کې یو موږک د سري‌ لانکا ملي هوايي شرکت له ستونزې سره مخامخ کړی


د سري لانکا ملي هوايي شرکت ټولې ۲۳ الوتکې لري چې درې الوتکې یې د تیر یو کال راهیسې له دې کبله پر ځمکه ناستې دي چې حکومت یې د لازم ترمیم دپاره پیسې نلري.
د سري لانکا ملي هوايي شرکت ټولې ۲۳ الوتکې لري چې درې الوتکې یې د تیر یو کال راهیسې له دې کبله پر ځمکه ناستې دي چې حکومت یې د لازم ترمیم دپاره پیسې نلري.

د سري لانکا ملي هوايي شرکت وايي، په یوې مسافر وړونکې الوتکې کې یې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یو موږک لیدل شوی، چې له کبله یې ځنډ او ګډوډي رامنځته شوې او دغه الوتکه د دریو ورځو دپاره له کاره لوېدلې ده.

د هوايي شرکت چارواکو د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب ۸) وویل، په دغه ایربس اې-۳۳۰ الوتکه کې موږک هغه مهال ولیدل شو چې د پاکستان د لاهور ښار څخه یې پرواز وکړ او دا اندېښنه یې رامنځته کړه چې ښايي د الوتکې مهمې پرزې وچیچي او جدي تاوان پېښ کړي.

مسئولینو وویل، که څه هم دې الوتکې بیرته پروازونه پیل کړي، خو د موږک د لټون دپاره پر ځمکه باندې د دریو ورځو ناستې، د الوتکې د پروازونو مهال وېش ګډوډ کړی دی.

د هوايي شرکت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "الوتکه په کولمبو کې د دریو ورځو لپاره درول شوې وه او د موږک د نیول کېدو پورې یې د پرواز حق نه درلود." دغه چارواکي زیاته کړه چې بالاخره دغه موږک مړ وموندل شو.

د سري لانکا دولتي هوایي شرکت، چې د تېرې مارچ میاشتې پورې یې د زیان کچه ۱.۸ میلیارد ډالرو ته ورسېده، ټولې ۲۳ الوتکې لري چې درې الوتکې یې د تیر یو کال راهیسې له دې کبله پر ځمکه ناستې دي چې حکومت یې د لازم ترمیم دپاره پیسې نلري.

د هوانوردۍ وزیر نیمل سریپالا ډيسلوا خبریالانو ته وویل چې په الوتکه کې د موږک لیدل کېدو دا وېره رامنځته کړې چې پانګه اچوونکي ښايي د سري لانکا په پوروړي ملي هوايي شرکت کې له پانګې اچولو څخه ډډه وکړي.

په یو ډالر د هوايي شرکت پلورل

سري لانکا د خپل ملي هوايي شرکت د پلورلو هڅه کړې خو په دې کار تراوسه نه دی بریالی شوی.

تیر حکومت ددغه هوايي شرکت قیمت یو ډالر اعلان کړ خو د پېرودلو دپاره یې بیا هم هیڅ پانګه اچوونکی حاضر نشو.

د پیسو نړیوال صندوق، چې تیر کال یې سري لانکا ته ۲.۹ میلیارد ډالر پور منظور کړ، ټینګار کوي چې دا ډول دولتي تصدۍ ملي بودیجې ته زیان رسوي.

دا هوايي شرکت تر هغه وخته پورې ګټور و چې د اماراتو سره یې د مدیریت تړون په ۲۰۰۸ کال کې، د هغه وخت د ولسمشر مهیندا راجاپاکسا سره د یوې شخړې وروسته، لغوه شو.

د اماراتو هوايي شرکت هغه مهال د سري لانکا دا غوښتنه و نه منله چې په یوه الوتکه کې ۳۵ کرایه ورکوونکي مسافر لیرې کړي او څوکۍ یې د راجاپاکسا د کورنۍ هغو غړو ته ورکړي چې په لندن کې له رخصتۍ تیرولو وروسته سري لانکا ته ستنېدل.

په حیرانتیا سره، د هوایي شرکت ترټولو ګټور کال ۲۰۰۱ و، کله چې د تامل پړانګانو د بیلتون غوښتونکو غورځنګ په یو برید کې څو الوتکې ویجاړې کړې، او په پایله کې یې د بیمې تادیاتو او د اضافي ظرفیت له مینځه وړلو ددغه شرکت عاید لوړ کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG