د لاس رسي وړ اتصالات

مالي د خوراکي توکو له لوی کموالي سره مخامخ ده


دوه کاریګر په مالي کې د خوراکي توکو د مرستو د انتقال پر مهال
دوه کاریګر په مالي کې د خوراکي توکو د مرستو د انتقال پر مهال
د مالي لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغاړی کوونکی وايي دغه هېواد د خوراکي توکو د کموالي له ژور کړکیچ او بحران سره مخامخ دی

په راتلونکې جون میاشت کې به څلور سوه زره (۴۰۰۰۰۰) نور خلک هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي .

په داسې حال کې چې د بشري مرستو بودېجه کمه ده،په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې له جګړې د تښتېدلو خلکو بېرته ستنېدلو ستونزې لا زیاتې کړي دي.

د لویدیځي افریقا په ډاکار ښار کې د امریکا غږ خبریاله جنیفر لازوتا د ملګرو ملتونو د چارواکو له خولې وايي په مالي کې یو اعشاریه څلور میلیونه وګړي، د خوراکي موادو مرستو ته اړتیا لري .

دغه شمېره د ۲۰۱۳ کال په ډیسمبر کې څه باندې اته سوه زره وه، خو اوس ښايي په راتلونکې میاشت کې یو اعشاریه نهه میلیونو ته لوړه شي.

د تېر کال سختو بارانونو د دغه هېواد په شمالي برخه کې ډېر فصلونه وځپل او د ډېرو خلکو د خوراکي توکو زېرمې یې ویجاړې کړي .

ډیویډ ګریزلي، مالي لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغاړی کوونکی دی:

«مالي به په ۲۰۱۴ کال کې له مهمو بشري ستونزو سره لاس او ګریوان وي، خلک له سخت حالت سره مخامخ شول، په تېره بیا د دغه هېواد په شمال کې چې جګړه او وزګارتیا یوه بله ستونزه ده، خلک زیانمنوي. د خوراکي توکو د کموالي ستونزه لا هم پر خپل حال پاتې ده، موږ له دې اړخه ډېر اندېښمن یو.»
ملګري ملتونه وايي په مالي کې څه باندې نیم میلیونه ماشومان د سوی تغذۍ له تر ټولو بدحالت سره مخامخ دي
ملګري ملتونه وايي په مالي کې څه باندې نیم میلیونه ماشومان د سوی تغذۍ له تر ټولو بدحالت سره مخامخ دي
ښاغلی ګریزلي وايي د دوی د وړاندوینې له مخې سږ کال به تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي نیم میلیونه ماشومان له خرابې سوی تغذۍ ، او یوسل او شپږ دېرش زره نور ماشومان به د سو تغذۍ له تر ټولو بد حالت سره لاس او ګریوان وي.

نوموړی وايي که د دغو ستونزو حلولو ته پام ونشي، په مالي کې به د ماشومانو د مړینې کچه لا پسې لوړه شي.

ډیویډ ګریزلي وايي بشري مرستندويان اندېښنه لري چې له جګړې د تښتېدلیو کسانو په بېرته ستنېدو سره به دغلته د خوراکي توکو بحران نور هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو تنظیمونکې اداره ( او سي اچ ای) وايي په تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې دوه سوه زره بې ځایه شوي خلک، چې ګاونډي نايژیر، موریتانیا او بورګینا بوسو ته تښتېدلي و، بېرته ستانه شوي دي .

ښاغلی ګریزلي وايي په راتلونکو میاشتو کې به د بېرته ستنېدنې بهیر لا چټک شي، په ځانګړي ډول هغه حالت کې چې د سولې خبرې اترې پر مخ ولاړې شي.

د خوراکي توکو له کموالي سره د مبارزې په برخه کې سږ کال د مالي حکومت د خوراکي موادو څلور دېرش زره (۳۴۰۰۰) ټنه ته وکړه، خو کافي ونه بلل شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو تنظیمونکې اداره وايي په مالي کې د بشري او خوراکي توکو د مرستو لپاره پنځه سوه اته شپیته ( ۵۶۸ ) میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر تېرې میاشتې د دغو پېسو لس فیصده ورکړل شوې.

ګریزلي وايي ، د مرستو کموالی د اندېښنې وړ دی:

« له بده مرغه ، په نړۍ کې ډېر نور بحرانونه هم شته لکه، په جنوبي سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت، سوریي او داسې نورو هېوادونو کې. دغو هېوادونو هغه بشري مرستې چې مالي هم ورته اړتیا لري، ځان ته ورماتې کړي دي.»

خو له دې هر څه سره سره مالي لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم ډیویډ ګریزلي وايي، ملګري ملتونه د پېسو د ترلاسه کولو لپاره، هڅه کوي نورو مرسته کوونکو هېوادونو ته ووايي چې، مالي لا هم بشري مرستو ته جدي اړتیا لري او له دې اړخه له ستر کړکیچ او بحران سره مخامخ ده.
XS
SM
MD
LG