د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین: که زموږ مسئلې حل نشوې، ملګرو ملتونو ته ځو


د سوات غونډه د کبل په میدان کې وشوه
د سوات غونډه د کبل په میدان کې وشوه

د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا په سوات کې هم غونډه وکړه.

دې غونډې ته د سوات پر اوسېدونکو سربېره د پېښور، قبایلي سیمو او بلوچستان څخه هم ګڼ خلک ورغلي وو. غونډه د یکشنبې په ورځ (اپریل۲۹) د سوات د کبل په سیمه کې وشوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو خبرو کې بیا د پاکستان پر پوځ کلک انتقادونه وکړل چې په خبره یې د پښتنو سیمو ته یې په لوی لاس جنګ وړی دی.

هغه خبرداری ورکړ که يې خبرو او وړاندیزونو ته یې غوږ ونه نیول شي، ملګرو ملتونو ته به ولاړ شي.

ښاغلي پښتین وویل"دا جنګ پښتنو نه دی شروع کړی، د پوځ جنرالانو شروع کړی دی، پرویز مشرف شروع کړی دی. موږ په خپله خاوره امن غواړو."

منظور پښتین وویل چې د پاکستان پوځ د پښتنو او پښتنو د سیمې امنیت ګډوډ کړی دی او هغوی ته اساسي حقونه نه ورکوي. هغه وویل" پښتنو میندې د دې لپاره اولادونه نه دي راوړي چې تاسو پرې خپلې پالیسۍ عملي کړئ او د هغوی په وجود کاروبار وکړی."

د سوات غونډې ته په ډېر شمېر کې هغه ښځې هم ورغلې چې "د پاکستان پوځ یې د کور غړي بیولي او لا هم تري تم" دي. ډېرو ښځو د خپلو عزیزانو تصویرونه هم راوړي وو.

ښاغلي منظور د پاکستان د پوځ له لوري هغه ته پر استول شوې جرګې هم انتقاد وکړ او وویل "جرګه د دوو غلیمو ډلو ترمنځ نه وي. موږ خو ددې خاورې شهري یو،تاسو خپله ثابته کړه چې موږ ته د شهري په سترګه نه ګوری، د مقابل لورې په سترگه گوری"

د پښتنو د تحفظ غورځنګ تر دې مخکې په لاهور او تر هغه مخکې یې په پېښور او اسلام اباد کې هم غونډې کړې وې. دوی وايي چې را روانه غونډه به یې په کراچۍ کې وي.

د پاکستان مطبوعاتو د پښتنو د تحفظ غورځنګ د نورو غونډو په څېر د سوات د غونډې په اړه هم راپورونه ورنکړل، خو د غورځنګ یو شمېر فعالانو او مینوالو دا غونډه په فیسبوک او ټویټر باندې ژوندۍ خپروله.

XS
SM
MD
LG