د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بشري حقونو فعالانو په واشنگټن کې غونډه وکړه


په واشنگټن کې د پاکستان د حقونو فعالانو، خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو په یوې غونډه کې ​د خپلو اساسي حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

دغه غونډه چې کوربتوب یې امریکا ته د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني او د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال ډاکټر تقي کاوه، پکې د پاکستان د مختلفو سیمو نه فعالانو او کارپوهانو برخه اخیستې وه. دغې غونډې درې ورځې دوام وکړ.

په پاکستان کې خبریاله گل بخاري چې په دغې غونډې کې د گډون لپاره یې د اسلام اباد نه واشنگټن ته سفر کړیدی، پخپلې وینا کې وویل چې په پاکستان کې پوځ په هر څه کنټرول لري، هغې وویل چې خبریالان دا وخت د بیساري سانسور سره مخ دي.

گل بخاري پخپلو خبرو کې وویل "په پاکستان کې د حقونو په اړه خبرې کول سانسور کیږي حتی د سانسور په اړه خبرې کول هم سانسور کیږي".

اغلي بخاري وویل چې هغه د پاکستان استخباراتي ادارې د بشري حقونو په اړه د خبرو له کبله توقیف کړي وه. هغې زیاته کړه چې هغه د پښتون تحفظ تحریک ملاتړ کوي.

د پاکستان یو بل خبریال طحه صدیقي چې په پارس کې د جلا وطنۍ ژوند کوي. وویل چې کله پرې مرگانۍ حمله وشوه نو د هغې نه وروسته یې پریکړه وکړه چې پاکستان پریږدي او د خپلې کورنۍ سره یو بل هیواد ته لاړ شي. هغه وویل "ما پاکستان لدی کبله پریښود چې ما ریښتیا ویل نه شو پریښودی."

هغه وویل چې اوس واشنگټن ته په دې غونډې کې ځکه گډون کوي چې غواړي نړیوال پدی اړه یو څه وکړي.

په غونډې کې ځینې امریکایانو هم گډون کړی و چې یو یې د امریکا د کانگرس دیموکرات غړي براډ شرمن و چې غونډې ته یې وینا هم وکړه.

هغه پخپله وینا کې وویل چې امریکا تر هغه پورې په پاکستان فشار ته دوام ورکړي چې تر څو هغوي خپله تگلاره نه وي بدله کړي. هغه وویل "پاکستان شکیل افریدي چې د امریکا سره یې د اسامه بن لادن په گوته کولو کې مرسته کړې وه تروسه پورې په بند کې ساتلې دی. مونږ د هغه د ازادیدو لپاره کوښښونه کوو "

هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې پدی هم خبرې کیږي چې عافیه صدیقې چې دا وخت د امریکا په بند کې ده، د شکیل افریدي په بدل کې پاکستان ته ورکړي.

د غونډې یوه بله گډونواله د جورج ټاون پوهنتون پروفیسره کرسټین فیر وه. هغې په واشنگټن کې په تحقیقاتي مرکزونو سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې دلته په تحقیقاتي مرکزونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارو خواخوږي کار کوي. هغې وویل "زه پوهیږم چې دلته په واشنگټن کې هم په تحقیقاتي مرکزونو کې پاکستان خپل کسان را دننه کړیدي چې د هغوي د گټې لپاره کار کوي"

ډاکټر تقي په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې هغوي د ټولو کارپوهانو درناوې کوي.

سفیر حسین حقاني وایي چې دا دریم کال دی چې هغوي دغه غونډه ترسره کوي او هدف یې په پاکستان کې دیموکراسي پلوي او د ترهگرۍ مخالفت دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان محکمې دوه ځلې امر کړیدی چې حسین حقاني دې د پاکستان ضد فعالیتونو له کبله پاکستان ته راوستل شي چې هلته محاکمه شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG