د لاس رسي وړ اتصالات

مارلبورو د چرسو سګریټ جوړوي


د سگرټو د تولید یو ستر شرکت مارلبورو غواړي چې د مروانا او چرسو د بوټي د نورو اجزاو کار و بار پیل کړي.

د التریا سوداگریزې ډلې چې د مالبورو سگرټو تولیدونکي دي اعلان کړی دی چې کرونوس په نامه د کاناډایي شرکت د ونډو یوه برخه اخلي. دغه شرکت ویلي چې پدغه بازار کې شاوخوا څلور میلیارد ډالر پانگونه کوي.

په کاناډا کې د مروانا راکړه ورکړه د روان کال په اکتوبر کې ازاده شوه او اوس د ١٨ کلنو نه پورته عمر لرونکي کسان کولای شي مروانا او چرس وکاروي.

د سگرټو څکل چې د قلبي، ځیگر او حتی د سرطان ناروغیو د رامنځ ته کیدو سره اړوند گڼل کیږي په نړۍ کې یې استعمال په کمیدو دی او په بدل کې یې د بریښنایي سگرټونو، مروانا او د چرسو د بوټي د نورو ملحقاتو رواج په زیاتیدو دی.

تمه ده چې د ٢٠١٧ کال پورې د چرسو او بنگو د بوټو استعمالونکي په نړۍ کې ٥۴ میلیارد ډالر ددغو توکیو په قانوني محصولاتو ولگوي چې دا د سگرټو د سترو شرکتونو لپاره د پانگونو یو بل ښه مارکیټ دی.

XS
SM
MD
LG