د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایي امیندواره میرمنو ترمنځ د چرسو د څکلو ستونزه


د امریکا په ځنو ښارونو کې د مروانا خرڅلاو قانوني دی
د امریکا په ځنو ښارونو کې د مروانا خرڅلاو قانوني دی

د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه نوې نظرپوښتنه ښیي چې یو شمیر امریکایي امیندواره میرمنې د چرسو د بوټې یو ډول محصول چې مروانا نومیږي څکي او دغه عادت د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ په بیسارې توگه د ترویج په حال کې دی.

څیړونکو موندلې چې له مروانا نه د امیندوارۍ پر وخت گټه اخیستنه د هغو میندو ترمنځ چې عمر یې له ٢٠ کالو کم دی د ٢٠٠٩ کال په پرتله چې ١٣ فیصده وه په ٢٠١٦ کې ٢٢ فیصدو ته لوړه شوې ده.

په همدې موده کې د ١٨ کلنو نه تر ٢٠ کلنو پورې حامله ښځو شمیر چې مروانا یې څکوله له ١٠ فیصدو نه ١٩ فیصدو ته لوړه شوی دی.

له بلې خوا د دې څیړنې له پیل نه تر پایه پورې د عمر په ټولو کتگوریو کې د حامله میرمنو فیصدي له %۴ نه %۷ ته لوړه شوې ده.

د کلیفورینا ایالت د اوکلند په ښار کې څیړونکي وایي د امریکا د متحده ایالاتو په کچه مخکنۍ څیړنې هم د امیندواره میرمنو ترمنځ د مروانا د استعمال زیاتوالی په ډاگه کوي، خو دمخه دا ډول دقیقې شمیرې چې په علمي څیړنه ولاړې وي نه وې وړاندې شوې.

څیړونکو همداشان وموندل چې مروانا د مخدره توکیو ډیر معمول ډول دی چې ښځې ترې د امیندوارۍ په وخت استفاده کوي.

د مروانا ناوړه اغیزې

د امیندوارۍ پر وخت د مروانا نه استفاده کول ښایي تر یوه حده د طبي مروانا د قانوني کیدو په وجه وي، ځکه ددې مادې قانوني کیدلو دا انگیرنه رامنځ ته کړې چې گویا مروانا لږ خطر لري، حتی د امیندوارۍ پر وخت.

د جورجیا د پوهنتون یوه څیړونکې باربارا یانکي ددې مطلب په بیان سره وایي چې د نورو مخدره توکیو سره د مروانا نه د احتمالي استفادې په دلیل تر اوسه پر امیندوارۍ، د جنین په ودې، د ماشوم په کم وزنۍ او په نورو ولادي زیانونو باندې ددې مادې ناوړه اثر نه دی څرگند شوی او په دې اړه څیړنې روانې دي.

یو شمیر څیړنې چې دمخه د چرسو او د هغې د نورو مشتقاتو په اړه شوي، بیانوي چې مروانا د مور په رحم کې د جنین په ودې او عصبي سیستم باندې ناوړه اثر کوي.

XS
SM
MD
LG