د متحده ایالاتو پوځ د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۸ (سلواغې ۱۹) تائید کړه چې د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو پنځه غړي د سان دییګو ښار ته څېرمه د یوې پوځي هلیکوپتر د غورځېدو په پیښه کې وژل شوي دي.
مقاماتو وویل چې د سوپر سټالین هلیکوپتر د سه شنبې په شپه ناوخته په طوفاني هوا کې هغه مهال ورکه شوه چې له لاس ویګاس څخه سان ډيیکو ته د روزنیز ماموریت وروسته راستنیدله.
ددغو سرتیرو قوماندان مایکل برګشولټ په یو بیان کې وویل: "په سخت زړه او ژور خپګان سره تاسو سره د سمندري ځانګړو ځواکونو د پنځو غیر معمولي غړو د لاسه ورکولو خبر شریکوم."
برګشولټ زیاته کړه: "موږ د خپلو وژل شویو سرتیرو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو او ژمنه کوو چې په دې سخت وخت کې ستاسو ملاتړ او پالنه کوو."
ددغه بیان له مخې، د الوتکې ددغې الوتکې بدنه د چهارشنبې په ورځ له سان ډییګړ ښار څخه شاوخوا یو ساعت لیرې په یوه غرنۍ سیمه کې وموندل شوه، خو د دغو پنځو کسانو د پاتې شونو او د غورځېدو د لامل د موندلو هڅې روانې دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر وویل چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په پیښه خبر شوی او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل: "موږ دا موضوع له نږدې تعقیبوو."
مقاماتو مخکې ویلي وو چې د قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي، خو خرابې هوا او غرونو د لټون چارې ستونزمنې کړي دي.
سوپر سټالین د امریکا د وسله والو ځواکونو تر ټولو ستر هلیکوپتر دی، چې له دریو لسیزو راهیسې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا د افغانستان، لبنان، سومالیا، فارس خلیج، عراق او لیبیا په ګډون په ټوله نړۍ کې د درنو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره کارول کیږي.
دا ډول هلیکوپتر څو ځله د مرګ ژوبلې لامل شوی دی. په ۲۰۱۸ کال کې له مکسیکو سره د کلیفورنیا ایالت پولې ته څېرمه ددغه ډول یو هلیکوپتر د غورځېدو له امله د امریکا د سمندري ځواکونو څلور غړي وژل شوي وو.
په ۲۰۰۵ کال کې هم په عراق کې د امریکایي ځواکونو د سوپر سټالن هلیکوپتر د پرځیدو له امله په الوتکه کې سپاره ۳۱ تنه وژل شوي وو.
د یو هلیکوپتر د غورځیدو په پیښه کې پنځه امریکایي پوځیان مړه شوي

فورم \ دبحث خونه