د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت درې لوړپوړي چارواکي له دندو لیري شول


د افغان ولسمشر لخوا د کورنیو چارو وزارت درې لوړپوړي چارواکي له دندو لیري شول او پر ځای درې نور کسان وټاکل شول.

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال محمد جانان بارکزی، ارشد امنیتي معین جنرال اختر ابراهیمي، او له تروریزم سره د مبارزې رئیس جنرال نجیب امان هغه کسان دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا له دندو لیري شوي‌ دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د «سلواغې پر۱۳مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه اقدام د ښه امنیت ټینګېدو، په کورنیو چارو وزارت کې د چارو د ښه تنظیم، جنايي جرمونو او تروریزم سره د جدي مبارزې په هدف اخیستل شوی او پر ځای یې نوې کسان په دندو ګمارل شوي‌ دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وویل چې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ خوشحال سادات د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین، عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال او ماهر یعقوبي له تروریزم سره د مبارزې د رئیس په توګه ټاکل شوی دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې له دندو لیري شوي کسان د «کورنیو چارو وزتر د احتیاط» څانګې ته معرفي شوي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېره میاشت ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت او طارق شاه بهرامي له دفاع وزارت څخه لیري کړل او پر ځای یې امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست او اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرستانو په توګه وټاکل.

ولسمشر غني په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې امرالله صالح د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکه چې وروسته یې له دندې څخه استعفا ورکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امرالله صالح تر استعفی وروسته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG