د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان؛ لومړی افغان لوبغاړی چې کرکټ کې ۵۰۰ کسان سوځوي 


راشد خان
راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان لومړی افغان شو چې په کرکټ کې ۵۰۰ مخالف لوبغاړي سوځوي یا اوټ کوي.

راشد خان خپله ۵۰۰ ویکټه د دوشنبې په ورځ د جنوبي افریقا په تجارتي لیګ کې د «پریتوریا کاپیټلز» د لوبغاړي کلاید فورتین په اوټ کولو ترلاسه کړه. راشد خان په دې لوبې کې په څلورو اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او درې مخالف لوبغاړي یې وسوځول.

دغه افغان لوبغاړی د جنوبي افریقا په تجارتي لیګ کې د «می کیپ ټاون» د لوبډلې کپتان هم دی.

راشد خان په دې سره په نړۍ کې دویم لوبغاړی شو چې د کرکټ په نړیوال او تجارتي شل اوریزو سیالیو کې تر دې دمه ۵۰۰ کسان اوټ کوي.

تر راشد خان مخکې د ویسټ انډ‌یز مجرب لوبغاړی براوو دی چې تر دې دمه یې په شل اوریزو لوبو کې څه باندې ۶۰۰ ویکټې اخیستې دي.

د اس پي‌ ان کرک انفو د معلوماتو په اساس راشد خان تر دې دمه ۳۷۱ شل اوریزې لوبې کړې دي او یو ځل یې په داسې یوې لوبې کې شپږ کسان هم اوټ کړي دي.

راشد خان تازه د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو د لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی.

هغه د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې لوبېږي او لومړی افغان دی چې د جنوبي افریقا په تجارتي لیګ کې د یوې لوبډلې کپتاني او مشري کوي.

هغه له ۲۰۱۵ راپدیخوا د ا فغانستان د کرکټ د ملي‌لوبډلې لوبغاړی دی.

XS
SM
MD
LG