د لاس رسي وړ اتصالات

متیس: طالبانو تاوتریخوالی تر انتخاباتو غوره گڼلی


An unexploded BM-30 Smerch rocket allegedly fired by Armenian forces in the fighting over the breakaway region of Nagorno-Karabakh, is seen near the Mingachevir Hydro Power Station in the town of Mingachevir, Azerbaijan.
An unexploded BM-30 Smerch rocket allegedly fired by Armenian forces in the fighting over the breakaway region of Nagorno-Karabakh, is seen near the Mingachevir Hydro Power Station in the town of Mingachevir, Azerbaijan.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې په افغانستان کې د وسله وال تاوتریخوالي زیاتیدل له اټکل لرې ندي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش او د طالبانو د بریدونو په زیاتیدو سره د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې د تاوتریخوالي زیاتیدل له اټکلونو نه بهر ندي.

د دوشنبې په ورځ په کابل او کندهار کې په دوو ترهگریزو پیښو کې څه کم ۴٠ تنه ووژل شول. په کابل کې په دوو پرله پسې بریدونو کې ٢٥ تنه ووژل شول چې مسولیت یې داعش واخیست. د کندهار په چاودنه کې ١١ تنه ماشومان ووژل شول چې گمان کیږي د طالبانو کار به وي.

د همدې ورځ په مازیگر د امریکا د دفاع وزیر جمیز متیس خبریالانو ته وویل چې طالبانو د انتخاباتو پر ځای جگړه غوره گڼلې ده.

ښاغلي متیس وویل چې په افغانستان کې یاغیان او سخت دریځه د انتخاباتو په درشل کې ددې ډول بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې افغانان په انتخاباتو کې له گډون نه منع کړي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو په انتخاباتو د ماتې خطر درک کړی او په دې خاطر د افغانستان د منتخب حکومت د بې ثباته کولو په لټه کې دي.

اوږدمهاله شتون

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس ویلي چې امریکایي ځواکونه به تر هغه په افغانستان او سوریه کې پاته شي چې ددغو دوو هیوادونو کړکیچ ته یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.

ښاغلي متیس د دوشنبې په ورځ په پنتاگون کې د خبریالانو سره په یوه لیدنه کتنه کې په زغرده وویل چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ځواکونو د چټک ایستلو مسله یوې خواته ایښې او په افغانستان او سوریه کې به ځواکونه تر نامعلوم وخت پورې پاته شي.

د رویترز اژانس له قوله د امریکا د دفاع وزیر وویل چې متحده ایالات په سیمه کې د یپلوماتیک بري دمخه نشي کولای خپل پوځي شتون راکم کړي. هغه وویل "لومړی باید په جگړه کې بریالي شو او بیا سولې ته ورسیږو".

د امریکا د دفاع وزیر چې په کابل کې د داعش د دوه گونو بریدونو څخه څو ساعته وروسته خبرې کولې وویل چې د داعش او طالبانو یاغیگري د دوی وارخطایي په ډاگه کوي.

هغه پدې ټینگار وکړ چې د جمهور رئیس ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په نتیجه کې پر یاغیانو د هوایي بمباریو فشار زیات شوی او د امریکایي ځواکونو له لورې د سیمه ییزو ځواکونو روزنیزې چارې هم په بریالیتوب پر مخ روانې دي.

XS
SM
MD
LG