د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې بین الافغاني غونډه کې ۶۴ تنه ګډون کوي


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال او د دوحې د بین الافغاني ناستې ګډونوال مولوي عطاء الرحمن سلیم وايي، د دوحې «بین الافغاني» غونډه کې د طالب استازو په ګډون ۶۴ تنه ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د کوربه هېواد لخوا د یادې غونډې ګډونوالو ته په انفرادي ډول بلنلیکونه استول شوي چې د سولې شورا د غړو ترڅنګ، دولتي چارواکي، د ګوندونو، مدلني ټولنو او ښځو استازي پکې شامل دي.

ټاکل شوې د افغان سولې په اړه دغه «بین الافغاني» غونډه د روانې جولای میاشتې پر اومه او اتمه د قطر او جرمني په کوربتوب په دوحه کې تر سره شي.

ښاغلي سلیم د یادې غونډې پایلو ته د تمې په ښودلو سره وویل، چې باید پر داسې میکانیزم باندې هوکړه وشي چې له مخې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

د سولې عالي شورا مرستیال وویل:"هر هغه ناسته چې سولې ته د رسېدو په برخه کې ګټوره تمامېږي او یا زموږ سره د مخامخ بین الافغاني په برخه کې مرسته وکړي، موږ یې د تېر په څېر یو ځل بیا هرکلی کوو، تمه ده په دغه غونډه کې داسې یو میکانیزم رامنځته شي چې له مخې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي."

که څه هم نوموړي په دغه غونډه کې د نورو ګډونوالو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ویل کېږي چې د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد، حبیبه سرابي، نادر نعیم او مولوي عبدالله قرلک، حکمت خلیل کرزی او د ژورنالیستانو په استازیتوب صدیق الله توحیدي ګډون کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانکړي استازي مارکوس پوتزل هم وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دغه غونډې ګډونوال په انفرادي یا شخصي ډول ګډون کوي.

افغان حکومت هم تېره ورځ وویل، چې په دغه غونډه کې حکومتي استازي ګډون نه کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پر خپل ټوېټر لیکلي چې یاده غونډه کې ۶۰ تنه ګډون کوي چې طالبان هم پکې شامل دي.

له نورو بین الافغاني غونډو سره د قطر د بین الافغاني غونډې توپیر

د دغه غونډې یو بل ګډونوال او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال بیا یاده غونډه د نورو بین الافغاني ناستو په پرتله د استازیتوب، اجنډا، جوړښت او د امریکا او نړیوال ملاتړ له اړخه خورا مهمه بولي.

هغه همدارنګه وویل، که چیري د یادې غونډې تر جوړېدو پورې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ کوم مهم پرمختګ رامنځته شي له یادې بین الافغاني غونډې سره به ډېره مرسته وکړي.

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه چې د دغه غونډې بل توپیر دا دی چې د مسکو د تېرې غونډې ټول ګډونوال پکې ګډون نه لري، خو ویې ویل چې نسبت تېرو غونډو ته د ښځو او مدني ټولنو ډېر استازي وربلل شوي دي.

هغه وویل:"د غونډې د ګډونوالو د شرایطو په اړه پرېکړه خپله د امریکا او جرمني په ګډون نړیوالو همکارانو کړې ده، چې پر کومو شرایطو کسان دعوت شي... په دغه غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو مرستیال کاندیدان نه دي بلل شوي، د ښځو او مدني ټولنو ونډه به پکې زیاته وي"

دغه بین الافغاني غونډه چې د راتلونکې اونۍ پر یکشنبه او دوشنبه تر سره کېږي په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات یې ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی دی.

تر دا مهاله په مسکو کې دوه ځله د افغان سولې په اړه بین الافغاني ناسته تر سره شوې چې په وروستۍ ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب په روسیه کې افغانستان سفیر لطیف بهاند او د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي پکې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG