د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې شاوخوا ۷ میلیون ماشومانو ته د شري واکسین پيل شو


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په افغانستان کې د شرې ناروغۍ زیاتېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نن شنبه نومبر ۲۶ (لېندۍ پنځمه) په ټول هیواد کې ماشومانو ته د شري ناروغۍ د سرتاسري کمپاین پیلېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن شنبه امریکا غږ ته وویل چې دغه کمپاین به د لسو ورځو لپاره دوام وکړي.

د نوموړي په وینا د یاد کمپاین پر مهال به په ټول هیواد کې تر پنځمه کلنۍ کم عمره شاوخوا ۷ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شي.

ښاغلي شرافت زیاته کړه: "د دغه کمپاین هدف په افغانستان کې د شري ناروغانو د شمېر راکمول دي او دلته د ماشومانو د مړینې څخه د مخنیوي په خاطر دغه کمپاین پیل شوی دی، تمه ده چې ډير ګټور ثابت شي او په افغانستان کې د هغه ماشومانو چې د شري له خطر سره مخامخ دي د شري له ناروغۍ څخه وژغورل شي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله شاوخوا ۳۰۰ ماشومان مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا د یادو ماشومانو له جملې څخه ۲۵۹ یې تر پنځه کلنۍ کم عمره او ۲۳ یې تر پنځه کلنۍ پورته ماشومان دي چې د شري ناروغۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې د شري ناروغۍ دریم سر تاسري کمپاین دی چې په دې هیواد کې تر سره کیږي.

په افغانستان کې د تیرې مارچ میاشتې پر ۱۲مه د شري واکسین د لومړي کمپاین پر مهال تر پنځه کلنۍ کښته ۱.۲میلیون ماشومان واکسین شول او تر هغه وروسته د تیري اپرېل میاشتې پر ۲۵مه د شري ناروغۍ دوهم کمپاین تر سره شو چې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په وینا پر مهال یې د افغانستان په ۱۱۱ ولسوالیو کې تر پنځه کلنۍ کښته درې میلیون ماشومان واکسین شول.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون ځینو نورو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د ماشومانو د شري ناروغۍ پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یادو سازمانونو ویلي و چې د روان میلادي کال پيل څخه د شري ناروغۍ څه باندې ۱۸زره پېښې ثبت شوي دي چې له ډلې ۱۴۲ ماشومان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG