د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پوهنتون محصلینو د نجونو د تحصیل بندولو په ضد مظاهره وکړه


د ننګرهار پوهنتون محصلینو مظاهر
د ننګرهار پوهنتون محصلینو مظاهر

د طالبانو له لوري د نجونو په مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو یوه ورځ وروسته د ننګرهار د طب پوهنځي یو شمېر محصلینو د دغې پرېکړې په ضد مظاهره وکړه.

د مظاهره کوونکو محصلینو شمېر لسګونه ښودل شوی چې د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ۳۰) د پوهنتون په انګړ کې راټول شوي وو او شعار یې ورکاوه چې «یا [تحصیل] د ټولو لپاره، یا د هېچا لپاره هم نه».

دغو محصلینو د طالبانو دا پرېکړه وغندله او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم تېره ورځ ناوخته په یو فرمان کې «امارتي او خصوصي پوهنتونونو» ته ولیکل چې د دوی د کابینې د پرېکړې په اساس «د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل» دی، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړي نه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپروشویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې د ننګرهار د طب پوهنځي محصلین د اعتراض په ډول په ازموینو کې برخه نه اخلي.

راپورونه وايي چې مظاهره کوونکو ویلي دي تر څو پورې چې نجونو ته د تحصیل اجازه ورکړل شوې نه وي، دوی ټولګیو ته نه ځي.

د طالبانو دا پرېکړه کور دننه او بهر په لویه کچه غندل شوې ده. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ټویټر کې په دې اړه خواشيني څرګنده کړې او د هېواد ابادي یې د تعلیم سره تړلې بللې ده.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانو هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. د افغانستان د پارلمان مخکنۍ غړې فوزیه کوفي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې باید افغانان سره یو موټي شي او پرېنږدي چې «یو کوچنی اقلیت زموږ هېواد د ډبرو زمانې ته» بوځي.

د ښځو د حقونو بلې فعالې ظریفې غفاري هم دا پرېکړه غندلې او په خپل ټويټر کې یې د ننګرهار د طب پوهنځي د محصلینو ویدیو خپره کړې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه وروسته یې په سیاسي، اجتماعتي او اقتصادي چارو کې د ښځو په مشارکت بندیز ولګوه، تر شپږم ټولګیو ورپورته یې د نجونو ښوونځي وتړل او په تازه پرېکړې کې یې د پوهنتون دروازې یې هم د نجونو په مخ وتړلې.

نړیواله ټولنه په طالبانو فشار راوړي چې د ښځو په وړاندې خپل دریځ بدل کړي او یو شمېر هېوادونو د هغوی د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یو شرط هم د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG