د لاس رسي وړ اتصالات

ند پرایس: طالبانو دوه امریکایان د 'ښه نیت' په توګه آزاد کړل


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) وویل طالبانو هغه دوه امریکایي اتباع خوشي کړي چې په افغانستان کې بندیان وو.

د طالبانو دا اقدام دقیقا په هغه ورځ ترسره کیږي چې یادې ډلې په پوهنتونونو کې د نجونو او میرمنو زده کړې وځنډولې او دا کار له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ددغو دوو امریکایي اتباعو له خوشي کیدو څخه په هرکلي خبریالانو ته وویل د واشنګټن درک دادی چې طالبانو دا دوه امریکایي اتباع د "ښه نیت" په هدف له بند څخه ازاد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل امریکا د خپلو دغو اتباعو د ازادیدو لپاره نه کوم زنداني تبادله کړی او نه یې هم پیسې ورکړي دي.

که څه هم ښاغلي پرایس ددغو امریکایانو د هویت په اړه‌ څه ونه ویل او زیاته یې کړه چې د هغوی محرمیت ته درناوی کوي خو یو شمیر امریکایي چارواکو چې ویې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر نشي وویل، دا دوه امریکایان د سه شنبې په ورځ قطر ته ورسیدل.

سي ان ان راپور ورکړی چې د طالبانو له قید څخه یو خوشي شوی امریکایي تبعه د ایفور شیریر په نامه یو فلم جوړونکی دی چې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې له خپل افغان همکار سره یوځای د طالبانو له خوا ونیول شو.

د دویم امریکایي تبعه د هویت په اړه څه ندي ویل شوي خو د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکي ادارې پخوانی رئیس محمود شاه حبیبي چې هم د امریکا تابعیت لري د اګست میاشتې راهیسې د طالبانو سره بندي دی. طالبانو د هغه د نیول کیدو په اړه بې خبري ښودلې وه. دا تر اوسه معلومه نده چې آیا دویم کس ښاغلی حبیبي دی که نه.

محمود شاه حبیبي د ۲۰۱۷ کال له جون څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې د مشر او د ۲۰۱۳ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۱۷ د جون تر میاشتې پورې د دې ادارې د عملیاتي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

د سي ان ان د راپور له مخې، دا دوه کسان په کابل کې د القاعده د پخواني مشر ایمن الظواهري د کور د فلمبردارۍ پرمهال چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، ونیول شول.

د طالبانو پخوا هم یو شمیر فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت چارواکي نیولي خو د هغوی د نیول کیدو په اړه یې بې خبري ښودلې ده خو د پراخو نړیوالو انتقاداتو وروسته یو شمیر دغه فعالان د طالبانو له بنده ازاد شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په ګډون امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي چې ایا نور امریکایي اتباع د طالبانو په قید کې شته که نه.

XS
SM
MD
LG