د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سترې محکمې یوه مجربه غړې مړه شوه 


د میرمن ګینزبرګ کورنۍ وايي چې هغه د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه
د میرمن ګینزبرګ کورنۍ وايي چې هغه د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې یوه مجربه قاضۍ روت بدر ګینزبرګ د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه.

مېرمن ګینزبرګ دویمه ښځه وه چې د متحدو ایالتونو د سترې محکمې غړې وه.

هغه د ښځو د حقونو قوي ملاتړې بلل کېده او تېره ورځ سپتمبر ۱۸ (وږی۲۸) په واشنګټن کې په خپل کور کې د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه.

د امریکا د عدليې وزیر جان رابرټز په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «زموږ ولس د عدالت یوه تاریخي څېره له لاسه ورکړه.»

مېرمن ګینزبرګ له ۱۹۹۳ راپدیخوا قاضۍ وه او په محکمو کې یې کار کاوه.

هغه د جولاۍ په میاشت کې اعلان کړی و چې د خپل رنځ علاج کوي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي: « قاضۍ کینزبرګ دا وښودله چې یو کس د کوم همکار او نورو د نظرونو سره له مخالفت پرته هم مخالفت کولی شي. د ښځو او معلولینو د حقونو لپاره د مساواتو د غوښتلو د مشهورو پرېکړو په ګډون، د هغې نظریو ټولو امریکایانو ته الهام وبخښه.»

د جمهوري ریاست لپاره د دموګرات ګوند نوماند جوبایډن د مېرمن ګینزبرګ په اړه ویلي دي: « هغه په هرې مسئلې کې یو ثابت او دوامداره غږ و، د هر امریکايي‌ د اساسي حقونو ننګه یې وکړه او د ازادۍ او استقلالیت له دفاع څخه لاس په سر نشوه.»

د دې په مړینې سره به ولسمشر ټرمپ ته دا چانس په لاس ورشي چې په سترې محکمې کې د محافظه کارانو «اکثریت» ډېر کړي. دا مهال د سترې محکمې په نهو غړو کې پنځه محافظه کاران دي.

لا معلومه نه ده چې ولسمشر ټرمپ به د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سترې محکمې نوی غړی معرفي کوي که تر انتخاباتو وروسته.

هر غړی چې ټاکل کیږي باید د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا مجلس یې تائید کړي، د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي.

په سنا کې د جمهوريت غوښتونکو مشر مېچ مککانیل په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ولسمشر له لوري هر نوماند به په سنا کې رایه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG