د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو سنا د ټرمپ کاندید کاونا تاید کړ


د متحدو ایالتونو سنا د اکتوبر ۶ د امریکا سنا مجلس د مازدیګر په پنځو بجو د دغه هېواد سترې محکمې ته د جمهور رئیس ټرمپ کاندید بریټ کاونا تاید کړ.

سنا د جمعې په ورځ د کاونا په اړه شفاهي رایه اخیستنه وکړه چې ۵۱ سناتورانو هو او ۴۹ نورو نه وویل. شفاهي رایه اخیستنې تر ډیره حده وروستۍ نتیجه معلومولای شي. خو د شنبې په ورځ یې تاید کړ.

برټ کاونا د روان کال په جولای میاشت کې د تائید لپاره سنا مجلس ته معرفي شو خو دده د تائید بهیر وروسته له هغه له مشکلاتو سره مخ شو چې څو میرمنو ادعا وکړه د برټ کاونا له خوا جنسي ځورول شوي دي.

د امریکا سترې محکمې ته به د کاونا ورتګ د جمهور رئیس ټرمپ لپاره یوه لویه سیاسي بریا وي.

د امریکا د متحده ایالاتونو ستره محکمه نهه غړي لري او د برټ کاونا په بریا سره به په محکمه کې د محافظه کارو قاضیانو شمیر پنځو ته لوړ شي او اکثریت به خپل کړي.

دیموکرات قانون جوړونکي ویره لري چې له دې کار سره به د سقط جنین ، د همجنسبازانو د حقونو او د اقلیتونو د حقونو پورې یو شمیر اړوند مسایل له ګواښ سره مخ شي.

پرون په سنا کې د کاونا د شفاهي رایې اخیستنې پرمهال پولیسو څه باندې سل اعتراض کوونکي د غیر قانوني مظاهرو له امله ونیول.

XS
SM
MD
LG