د لاس رسي وړ اتصالات

د فېسبوک مالک شرکت په اروپا کې ۱.۳ میلیارد ډالر جریمه شو


اروپايي ټولنې په تیرو شپږو میاشتو کې په انسټاګرام، وټساپ او فیسبوک کې د معلوماتو له قوانیونو څخه د سرغړونو له کبله د میټا شرکت څلور ځله جریمه کړی دی.
اروپايي ټولنې په تیرو شپږو میاشتو کې په انسټاګرام، وټساپ او فیسبوک کې د معلوماتو له قوانیونو څخه د سرغړونو له کبله د میټا شرکت څلور ځله جریمه کړی دی.

د فېسبوک مالک شرکت (میټا) د محکمې د پرېکړو خلاف، امریکا ته د اروپايي کاروونکو د معلوماتو د لېږدولو له کبله په بې ساري ډول ۱.۳ میلیارد ډالر جریمه شوی دی.

د ایرلنډ د معلوماتو د محافظت کمیسیون چې د اروپايي ټولنې په استازیتوب کار کوي، د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (غبرګولي اوله) وویل چې د اروپا د معلوماتو د ساتنې بورډ (EDPB) ورته امر کړی چې له میټا څخه "د ۱.۲ میلیارد یورو اداري جریمه" ترلاسه کړي.

د ایرلنډ د معلوماتو د محافظت کمیسیون له ۲۰۲۰ راهیسې د میټا د ایرلنډ د څانګې لخوا متحده ایالاتو ته د اروپايي کاروونکو د شخصي معلوماتو د لیږد په اړه څېړنه کوي.

د میټا د اروپا څانګې مرکزي دفتر د ایرلنډ په پایتخت ډبلین کې دی. د ایرلنډ د معلوماتو د محافظت کمیسیون په خپله څېړنه کې موندلې چې میټا "د معلوماتو د موضوعاتو هغو بنسټیزو حقونو او ازادیو ته د متوجه خطرونو په ګوته کولو کې پاتې راغلی" چې د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې په تیرو حکمونو کې پرې ټینګار شوی و.

د اروپایي ټولنې د عدالت محکمه (CJEU) په اروپا کې قوانین څاري او ډاډ ترلاسه کوي چې د ټولنې په ټولو غړیو هېوادونو کې دا قوانین یو شان پلې کیږي.

په ځواب کې، میټا د کمیسیون وروستۍ پرېکړه "ناسمه او جانبدارانه" بللې او زیاته کړې یې ده چې دا به په اروپا کې د نورو شرکتونو دپاره یو "خطرناک مثال وټاکي."

د میټا د نړیوالو چارو مشر نیک کلیګ او د حقوقي چارو مشرې جینیفر نیوزټیډ په یوې اعلامیې کې ویلي: "موږ ددې پرېکړې د کره والي او همدارنګه وضع شوې جریمې په اړه د استیناف غوښتنه کوو."

په اعلامیه کې ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې په اروپا کې د فیسبوک په چارو کې د خنډ رامنځته کېدو وړاندوینه نه کوي.

میټا همدارنګه ویلي تمه لري د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې تر منځ د شخصي معلوماتو د کارولو په برخه کې په اصولو کې د تېر کال له موافقې وروسته، په راتلونکو میاشتو کې د یو تازه قانوني چوکاټ په سر موافقه وشي او میټا ته لاره هواره کړي چې د کاروونکو د ډیټا د لیږد چارې ته دوام ورکړي.

اروپايي ټولنې په تیرو شپږو میاشتو کې په انسټاګرام، وټساپ او فیسبوک کې د معلوماتو له قوانیونو څخه د سرغړونو له کبله د میټا شرکت څلور ځله جریمه کړی دی.

د ایرلنډ د معلوماتو د محافظت کمیسیون د جنورۍ په میاشت کې، میټا له دې کبله ۳۹۰ میلیون یورو جریمه کړ چې د خپلو اپلکیشنونو په اعلاناتو کې یې د ډیټا قواعد له پښو لاندې کړي و.

د مارچ په میاشت کې، میټا د وټساپ اپلکیشن کې د اروپايي ټولنې د معلوماتو د محافظت له مقرراتو د سرغړونې له کبله ۵.۵ میلیون یورو جریمه ورکړه.

د ایرلنډ د معلوماتو د محافظت کمیسیون له دې وړاندې میټا ته خبرداری ورکړی وو چې د مقرراتو خلاف د ډیټا د لېږدولو د عملیات د جاري ساتلو په صورت کې به ورباندې ستره جریمه ولګیږي.

XS
SM
MD
LG