د لاس رسي وړ اتصالات

میتا وايي د 'خطرناکو سازمانونو د پالیسۍ' په اساس يې د طالبانو د ملي راډیو تلویزون پاڼې بندې کړې


د افغانستان ملي راډیو تلویزون فیسبوک او انستاګرام پاڼې بندې شوې
د افغانستان ملي راډیو تلویزون فیسبوک او انستاګرام پاڼې بندې شوې

د میتا ټولنیزه شبکه چې، فیسبوک او انستاګرام یې برخې دي، امریکا غږ ته د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون د فیسبوک پاڼو او انستاګرام د حسابونو بندول تائید کړل.

د میتا ادارې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون د پاڼو د بندولو د علت معلومولو په اړه د امریکا غږ ایمیل ته په ځواب کې ویلي چې دغو پاڼو د هغوی د تګلارې خلاف محتوا خپروله.

په ایمیل کې د میتا د ویاند له خولې لیکل شوي دي: «د متحدو ایالتونو د قانون په اساس طالبان د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي او زموږ د خطرناکو سازمانونو د پالیسۍ په اساس زموږ د خدماتو له کارولو بند دي. دا په دې مانا ده چې موږ د طالبانو او د هغوی په نمایندګۍ حسابونه ختموو او د هغوی استازیتوب، ملاتړ او ستاینې بندوو.»

د میتا ټولنیزه شبکه وايي چې د یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو متخصصانو سره یې په دې اړه له سلا مشورو وروسته، ټولو توافق کړی چې دا پاڼې«تاوتریخوالي ته د دعوت او د مخالفانو د سر پرې کولو، له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو او نورو په ضد د ځپونکيو پالیسیو د توجیه کولو» په ګډون د خطرناکې محتوا په خپرولو کې دخیلې وې. وايي متخصصانو یې تائید کړې ده چې په دغو پاڼو کې «خپرېدونکې زیان اړوونکې محتوا» له خبرونو سره تړاو نه لرله.

د میټا ادارې په مشخص ډول د ملي راډیو تلویزون کومه خپرونه یاده کړې نه ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت په کابل کې د «دینی عالمانو» غونډه بللې وه چې د هرات ملا مجیب الرحمن انصاري په کې په ښکاره وویل چې « دیني عالمان دې داسې فتوا خپره کړي څوک چې د اسلامي امارت په مقابل کې درېږي، باید سر یې غوڅ کړل» شي. دا وینا هم د ملي راډیو تلویزون په پاڼو خپره شوې وه.

د طالبانو له راتګ وروسته، هغه خلکو چې دا دا پاڼې یې څارلې، وايي چې طالبانو په دغو پاڼو کې د « خپل حکومت لاس ته راوړنې، ځواک ښودنې، تبلیغات» او دا ډول نور مسائیل خپرول. طالبانو همدغه راز د خپلو جنګیالیو «پوځي تمرینونه او د خپلو مشرانو د لمانځني مراسم او په خپل توصیف کې او د خپلو مخالفانو په غندلو کې ترانې او نوره محتوا هم خپروله». دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې لا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

د میتا شبکه دا مني چې فیسبوک او انستاګرام د افغانانو لپاره د افهام او تفهیم او د یو بل د خبرېدو مهمې وسیلې دي، دا شبکه وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، له دغه هېواد سره یې په بشري او حفاظتي برخو کې څه باندې څلور میلیون ډالر مرسته هم کړې ده.

د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون مشر احمدالله وثیق په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ملی راډیو تلویزون «د ټولنيزو شبکو تړل او محدودول د ټولو رسنيزو اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف عمل دی». ده لیکلي دي چې «ملي راډیو تلویزون د خلکو رسنۍ» ده.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزون دغه ټولنیزې شبکې، چې په پښتو او درې یې خپرونې لرلې، د مخکني حکومت په مهال ډېرې فعالې شوې او میلیونونه لوستونکي او لیدونکي یې لرل.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزون مخکني مشر اسماعیل میاخېل امریکا غږ ته وویل چې هغوی د طالبانو حکومت ته ویلي وو چې «ملي راډیو تلویزون دې د خپلو تبلیغاتو» وسیله نه ګرځوي.

ښاغلي میاخېل د وټس آپ له لارې د ملي راډیو تلویزون د پاڼو د بندولو په اړه امریکا غږ ته وویل: «د ملي راډیو تلویزیون پر فیسبوک پاڼو بندیدو هم خواشینی شوم او هم خوشحاله. خفه په دې یم چې دغه پاڼې د ملت پاڼې وې چې زموږ همکارانو ورته شپه او ورځ په ډېر صداقت کار وکړ. له همدې پاڼو یې د افغانستان نوې څېره چې هیلې یې زېږولې وطنوالو او نړیوالو ته وړاندې کولې. خو متاسفانه په دې وروستیو کې یې بڼه تر ډېره د طالبانو د تبلیغاتو په رسنۍ بدله شوې وه.»

طالبانو د دغو پاڼو د بیا فعالېدو غوښتنه کړې ده، خو د میتا ادارې نه دي ویلي که د طالبانو حکومت د دوی په شرایطو برابر معلومات او محتوا خپاره کړي، دا پاڼې به بېرته فعالې کړي که نه.

د میتا اداره تر دې مخکې هم د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حسابونو په ګډون د مهمو سیاسي، هنري او نورو اشخاصو او ادارو په زرګونه حسابونه تړلي او ویلي دي چې دا حسابونه د دوی د پالیسۍ خلاف معلومات او محتوا خپرول.

XS
SM
MD
LG