د لاس رسي وړ اتصالات

میټا د ټویټر په وړاندې د 'تریډز' شبکې ویب بڼه پرانیستله


د فیسبوک او انسټاګرام مالک شرکت میټا د "تریډز" په نوم ټولنیزې شبکې ویب بڼه پر لیکه کړه. ددغه شرکت مسئولین تمه لري چې نامتو شخصیتونه، شرکتونه او حکومتونه به د ټویټر (ایکس) پر ځای دغه شبکه غوره کړي.

د تریډز په ویب بڼه کې په ځانګړي ډول د رسنیو او نورو برخو مسلکي کسان په پام کې نیول شوي چې د کاري ساعتونو پر وخت له خپلو کمپیوټرونو څخه په ټولنیزو شبکو کې مواد شریکوي.

د انسټګرام رئیس اډم موسیري چې د تریډز شبکې چارې هم پر مخ وړي، د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) په یو بیان کې وویل: "Threads.net اوس د هرچا لپاره پر لیکه دی. موږ ته خبر راکړئ چې تاسو څه فکر کوئ."

تر دې دمه ، تریډز یوازې په ایفون او انډروایډ تلیفونونو کې د اپلیکیشن په توګه د لاسرسي وړ و.

د شبکې یو ویاند وویل: "د تریډز ټیم زیار باسي چې د شبکې ویب بڼه هم د موبایل اپلیکیشن سره برابره کړي او په راتلونکو اونیو کې به د ویب په بڼه کې نورې برخې اضافه کړي."

میټا د جولای په میاشت کې د ټویټر (ایکس) سره د سیالۍ دپاره د ګرځنده تلیفون دپاره د تریډز اپلیکیشن په بیړه پرانیست او له یو میلیارد څخه ډیر د انسټاګرام کاروونکو ته یې بلنه ورکړه چې دا اپلیکیشن ډاونلوډ کړي.

دې کار له تریډز سره مرسته وکړه چې تر ټولو ګړندی ډاونلوډ شوی اپلیکیشن شي او په دې برخه کې د مصنوعي هوښ د ChatGPT اپلیکیشن ریکارډ مات کړي.

خو دغه اپلیکیشن ته د کاروونکو لیوالتیا ورو ورو د کمېدو په حال کې ده او ډیرو کاروونکو د اپلیکیشن د ویب بڼې او په اپلیکیشن کې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

د سندرغاړې جینیفر لوپیز او د امریکایي فوټبال ستوري ټام بریډي په څیر یو شمېر نامتو شخصیتونو چې تریډز ته د لومړني لاسرسي امتیاز ورکړل شوی و، یوازې کله کله په دغه شبکه کې پوسټونه خپاره کړي دي.

که څه هم ټویټر (ایکس) د تبصرو او خبرونو دپاره ترټولو عامه ټولنیزه شبکه ګڼل کیږي، خو له هغه راهیسې چې میلیاردر ایلن مسک دا شبکه پېرلې، له ګډوډیو سره مخامخ شوې، ځینې پخوانۍ لاسته راوړنې یې حذف شوي او کاروونکي یې د بدیلو شبکو په لټه کې دي.

د ټولنیزو شبکو د څارونکي شرکت "سیمیلر ویب" شمیرې ښيي چې د تریډز د انډروایډ اپلیکیشن د کاروونکو شمېر د ورځې له ۴۹ میلیونو څخه ۱۰ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

د تیرې میاشتې په پیل کې د تریډز اپلیکیشن د پرانیستلو پر مهال د میټا رئیس مارک زکربرګ خبرداری ورکړ چې ددې شبکې "ثبات به وخت ونیسي. خو یو ځل چې ثابت حالت ونیسي نو بیا به موږ د شبکې پر ودې باندې تمرکز وکړو."

تریډز شبکه تراوسه په اروپا کې نده پرانیستل شوې ځکه چې ددې شبکې مالک شرکت میټا د اروپایي ټولنې د معلوماتو د محرمیت قانون سره د چلند په اړه ډاډه ندی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG