د لاس رسي وړ اتصالات

ټوېټر د فیسبوک، انسټاګرام او ځینو نورو شبکو په لینک کولو بندیز ولګاوه


د ټویټر مسولینو د یکشنبې په ورځ دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) اعلان وکړ چې له دې وروسته ددې شبکې کاروونکي نشي کولای خپل حسابونه له فیسبوک، انسټاګرام او ځینو نورو داسې شبکو سره لینک کړي چې ټوېتر یې "ممنوع پلټ فورمونه" بولي.

دا د بیان د مشخصو مواردو د ځپنې په موخه د ټوېټر د نوي مالک ایلن مسک تازه ګام دی. تېره اونۍ مسک په ټوېټر کې د هغو اکاونټونو د تړلو امر وکړ چې د هغه د شخصي جیټ الوتکې موقعیت یې څاره.

د ټوېټر د یکشنبې په اعلامیه کې راغلي: "موږ پوهیږو چې زموږ ډیری کاروونکي ممکن د ټولنیزو رسنیو په نورو پلټ فارمونو کې فعال وي، خو ټویټر به نور پدې شبکه کې د ځینو نورو مشخصو ټولنیزو رسنیو د پلټ فارمونو وړیا اعلاناتو ته اجازه ورنکړي."

د ټویټر لخوا د نوي منع شوي پلټ فارمونو په لیست کې ، د لویو ټولنیزو شبکو فیسبوک او انسټاګرام سربیره، نوي واړه سیالان لکه ماسټوډون ، ټریبل ، نوسټر ، پوسټ او د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پورې اړوند د "ټروت سوشل" رسنۍ شامل دي. ټویټر پدې اړه څه ندي ویلي چې پدې لیسټ کې ولې پارلر، لینکډین او ټیک ټاک ندي شامل شوي.

میټا، د فیسبوک او انسټاګرام مالک شرکت، تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په اکتوبر کې د ایلن مسک له خوا د ۴۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د ټویټر پلورل کېدو او ددې شبکې د نوې رهبرۍ له خوا د ځینو بدلونونو عملي کېدو د ټویټر د راتلونکي په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.

مسک د واک اخیستو وروسته ددغه شرکت ځینې کارکوونکې له کاره ګوښه کړل او په تګلاره کې یې ناڅاپي بدلونونه راوستل. هغه د ټویټر ځینې داسې حسابونه بیرته فعال کړل چې پخوا ورباندې بندیز لګول شوی وو.

د انټربرانډ بازارموندنې شرکت کارکوونکي انډریو میلر وویل: "د ټویټر د ماموریت او اهمیت په هکله مهمه پوښتنه دا ده، دې کمپنۍ چې په نو‏ې او عصري بڼه په نړیواله سطحه د خلکو دپاره د نظر څرګندولو لاره پرانیسته، اوس څه کول غواړي؟"

د بیان آزادي

مسک وايي چې ټویټر د بیان د آزادۍ کور دی. خو په دې شبکه کې یې ځینې داسې حسابونه وځنډول چې د هغه د شخصي جیټ حرکت څاره. د یو شمېر هغو ژورنالیستانو حسابونه هم ځنډول شوي چې په دې اړه یې راپورونه ورکول. مسک ادعا کوي چې دغو اکاونټونو د هغه شخصي خونديتوب له خطر سره مخامخ کړی و. خو د هغه په مشرۍ کې پر ټویټر داسې پوسټونو ته اجازه ورکول کیږي چې یو شمېر خلک یې خپل امنیت ته خطر بولي.

ښاغلي میلر وویل: "د ډیرو شرکتونو له نظره، ټویټر چې دا مهال په کوم وضعیت کې دی، په دغه شبکه کې د سوداګریزو اعلاناتو خپرولو دوام ته ډیر لوی خطرونه موجود دي."

د اعلانونو له کمېدو سره، ټویټر به د عاید ترلاسه کولو د نوو لارو چارو موندلو ته اړتیا ولري.

د عاید سرچینې

د هارورډ بزنس سکول پروفیسر انډي وو، وویل: "که تاسو یو خلاص پلیټ فارم لرل غواړئ نو باید د عاید تر لاسه کولو نورې لارې چارلې ولټوئ لکه د کاروونکو نه پیسې اخیستل... او نه دا چې یوازې د تجارتي اعلانونو په عاید متکي اوسئ."

د جولای په میاشت کې، ټویټر په دغه شبکه کې د ٢٣٧ میلیون داسې فعالو کاروونکو چې عاید ورڅخه ترلاسه کېدای شي، خبر ورکړ خو ددغه کاروونکو ۸۰ سلنه له امریکا بهر اوسیږي. ټویټر په نړیواله کچه د ټولنیزو رسنیو په منځ کې د شهرت له مخې په پنځلسم نمبر دی.

د ستاتیکا څېړنیزې موسسې د شمېرو له مخې، د فیسبوک د ۲.۹ میلیارد کاروونکو په پرتله د ټویټر ۴٣٦ میلیونه میاشتني کاروونکو ته په کتو، ځینې کارپوهان انګیري چې د مسک اقدامات د ټویټر لپاره اړین دي.

مسک په یوې تازه نظرپوښتنه کې د ټوېټر له کاروونکو پوښتلي چې د ټوېټر د اجرائیه رئیس په څوکۍ کې د هغه د پاتې کېدو په اړه نظر ورکړي. ډیرو ویلي چې هغه باید دا مقام پرېږدي. خو مسک په دې اړه تر اوسه خپله وروستۍ پرېکړه نده اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG