د امریکا د بروکینګز انستیتوت څیړونکی مایکل اوهانلن وايي دده په نظر تر اوسه د امریکا او طالبانو موافقې کومه نتیجه ورکړې نده.
ښاغلي اوهانلن له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د امریکا او طالبانو موافقه اوس په لومړۍ او لرزانه پړاو کې ده او ښایي دویم پړاو یې د هیلو خلاف ډیر کرار پیل ولري.
ددغه امریکايي څیړونکي په وینا، فکر نه کوي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ دې په سټراټیژیکه کچه کې نوې همکاري ولیدل شي.
اوهانلن وویل، د تاوتریخوالو زیاتیدل کولای شي د باور کچه راکمه کړي او د هغو خبرو اترو د هدف خلاف وکارول شي چې امریکا هڅه کوي د طالبانو سره یوه جوړجاړي ته د رسیدو لپاره کوي.
ښاغلي اوهانلن زیاته کړه، تر اوسه د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کومه ژمنه لیدل شوې نده او په حقیقت کې تاوتریخوالی بل لوري ته تللی.