د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته روان کډوال دوه ډلې شول


د مرکزی امریکا کډوال چې د یوه ستر کاروان برخه دي، اسره من دي چی د امریکا سرحد ته ورسیږي. د نومبر دریمه ، ٢٠١٨ م کال.
د مرکزی امریکا کډوال چې د یوه ستر کاروان برخه دي، اسره من دي چی د امریکا سرحد ته ورسیږي. د نومبر دریمه ، ٢٠١٨ م کال.

د کډوالو دغه کاروان چی دمتحدو ایالاتو په لور روان دی، په مکسیکوکې په څو برخو وویشل شو.

دمرکزي امریکا له بیلابیلو هېوادونو نه شاوخوا څلورزره کډوال د تحدو ایالتونو په لور په پښو روان دي. ویل کیږي چې دوي خپل هیوادونه د بیلابیلو ستونزو له کبله پریښي او غواړي په متحدو ایالتونو کې پناه واخلي.‌

خو امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې دغه کډوال به متحدو ایالتونو ته پرې نږدي. هغه د کډوالو د مخ نیوي لپاره زرګونه امریکايي پوځيان د مکسیکو پولې ته لیږلي.

خو امریکا ته ورروان کډوال د څوا ونیو له سفر نه وروسته ډیر ستړي اوستومان ښکاري. په دوي کې ښځې او ماشومان هم شته.

پدې اړه نور جزئیات پدې راپور کې ووینئ:‌

د ښه ژوند د لټون کاروان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

XS
SM
MD
LG