د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠١۴ راهیسې څه دپاسه ۵۶ زره مهاجر مړه شوي دي


د اسوشیتید پرس اژانس یو څیړنیز رپوټ ښیي چې د ٢٠١۴ میلادي کال راهیسې تر اوسه په نړۍ کې لږ تر لږه ٥٦ زره مهاجر مړه شوي او یا هم بې درکه شوي دي.

دغه شمیرې د ملگرو ملتونو د سازمان د شمیرو په پرتله دوه چنده دي چې ددې ډول قربانیانو د شمیرنې یواځنۍ رسمي منبع گڼل کیږي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان د هغو مهاجرینو شمیر چې ژوند یې له لاسه ورکړی د ٢٠١٨ کال د اکتوبر تر لومړۍ نیټې پورې ٢٨ زره پنځه سوه کسان ذکر کړي دي.

خو د اسوشیتید پرس اژانس د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د ۵۶۸۰۰ مهاجرو مړینه او یا هم بې درکه کیدل یې مستند کړي دي، هغه شمیرې چې ددې اژانس په وینا د نورو لارو چارو لکه د نړیوالو ډلو څخه د شمیرو اخیستلو له لارې ترلاسه کړي دي.

د ملگرو ملتونو رسمي شمیرې په عمومي توگه پر اروپا باندې متمرکزې دي.

اسوشیتدپرس د مهاجرینو پر وړاندې د اروپا جدي موقف ته په اشارې رپوټ ورکړی چې د ٢٠١٥ کال د اپریل په میاشت کې ٨٠٠ مهاجر چې په یوه بېړۍ کې سپاره وو د ایټالیا په ساحلي اوبو کې ډوب او مړه شول.

اکثر هغه مهاجر چې د ٢٠١۴ کال وروسته اروپایي هیوادونو ته تللي دي د جنگ ځپلو هیوادونو لکه سوریې، افغانستان او عراق وگړي وو.

ایټالوي مقاماتو ژمنه کړې وه چې ډوب شوي کسان او کورنۍ یې په نښه کوي، خو د دریو کالو په تیریدو او پدې هیواد کې د یو پوپولیست (ولسپال) حکومت په رامنځ ته کیدو سره ددغه کار مالي منابع قطع شوې.

اسوشیتدپرس وایي له اروپا اخوا د جنوبي امریکا په څیر سیمو د قرباني شویو مهاجرینو په هکله چې د وینزویلا اوسیدونکي د نړۍ د مهاجرینو لویه برخه ده او همداشان د اسیا د وچې د مهاجرینو په هکله زیات اطلاعات نشته.

XS
SM
MD
LG