د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ په موټر بمي چاودنې کې دوه سرتیري ووژل شول


عکس: ارشیف - د خیبر پوښتونخواه په بنو کې د پاکستاني طالبانو د برید وروسته صحنه
عکس: ارشیف - د خیبر پوښتونخواه په بنو کې د پاکستاني طالبانو د برید وروسته صحنه

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې چارواکو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) وویل چې د پوځ په یو موټر د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د خیبر په ولسوالۍ کې د افغانستان پولې ته څېرمه شوی دی.

ددې مرګونې چاودنې مسولیت تحريک طالبان پاکستان، يا ټي ټي پي، منلی دی. دغې ډلې چې فعالیت یې په پاکستان کې منع شوی په دې وروستیو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د جمعې په ورځ، د پاکستان د ملي امنیت کمیټې، چې لوړپوړي ملکي او پوځي مشران پکې شامل دي، د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ غونډه وکړه او ټي ټي پي او نورو سخت دریځو ډلو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره یې په ټول هیواد کې د اورپکو پر ضد د عملیاتو پلانونه تصویب کړل.

د پاکستانم د صدراعظم شهباز شريف دفتر په يو بيان کې ويلي، "په دې ليدنه کې د ترهګرۍ له خطره د هېواد د پاکولو لپاره د هراړخيزو عملياتو په پيلولو موافقه وشوه."

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې پوځي عملیات به کله پیل شي. خو ویلي یې دي، یوه کمیټه جوړه شوې چې په دوو اونیو کې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي چې تصمیم ونیول شي.

پاکستان وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت د ډلې او نورو وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل، چې په دې هېواد میلیاردونه ډالر لګښت راغی او په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر خلک بې کوره شول او په سلګونو ووژل شول.

په پاکستان کې بریدونه معمول شوي

د خېبرپښتونخوا په صوبه کې چرته چې د شنبې په وړرځ اپریل اوومه هم بمي چاؤدنه شوی وه، د تحریک طالبان پاکستان بریدونه تقریباً یو معمول کار ګرځیدلی دی.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پېښور په یو جومات کې یوه زوروره بمي چاودنه وشوه چې له امله یې تر سلو ډېر کسان ووژل شول چې اکثر یې پولیس وو. دا ددې هیواد د پولیسو پر ځواکونو تر ټولو خونړی برید و.

د شخړو د څار سیمه ایزو څارونکو په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي ځواکونو په ګډون له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو پاکستانيانو وژل کیدل ثبت کړي دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي قومانده په افغانستان کې میشته ده او د ۲۰۲۱ په اګست کې په جګړه ځپلي ګاونډي هیواد کې د طالبانو د بیرته واکمن کیدو وروسته د "عملیاتو د پراخې ازادۍ" څخه برخمن دي چې دا کار په پاکستان کې د تروریزم د بیا راڅرګندیدو لامل شوی.

د اتلانتیک شورا د جنوبي اسیا مرکز پدې وروستیو کې په یو بیان کې لیکلي، "د ټي ټي پي عملیاتي ظرفیت د افغان طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د پام وړ وده کړې، او دا د وسله والو ډلو سره یوځای د پاکستان امنیت او د هغه د ګاونډ ثبات ته یو موجود ګواښ دی."

اسلام اباد پر افغان طالبانو فشار راوړی چې د تحریک طالبان پاکستان یاغیان له خپلې خاورې وباسي او یا هم د پولې هاخوا د ترهګرۍ مخه ونیسي.

په افغانستان کې واکمنو چارواکو [طالبانو] د دې پر ځای ټینګار کړی چې پاکستان دې له وسله والو سره د سولې خبرې وکړي. طالبانو د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ تیر کال اوربند ته زمینه برابره کړه، خو لږه موده وروسته ددې اوربند څخه سرغړونې وشوې او دواړو خوا یې پړه پر یو بل واچوله.

XS
SM
MD
LG