د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پولیسو په تهاڼې کې په چاودنې کې ۱۷ تنه وژل شوي


په چاودنو کې ډیری وژل شوي او ټپي شوي د پولیسو غړي دي.
په چاودنو کې ډیری وژل شوي او ټپي شوي د پولیسو غړي دي.

په پاکستان کې چارواکي وایي د دې هیواد د سوات په درې کې د پولیسو په یو مرکز کې د مهماتو په یوې ډیپو کې څو چاودنې شوې او لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي.

پولیسو دوشنبه اپریل ۲۴ (غوایي۴) ویلي چې چاودنې هغه وخت وشوې چې د مهماتو په ډیپو کې اور ولګید. په پیښه کې ډیر وژل شوي کسان د پولیسو غړي و.

په چاونې کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی.

سره له دې چې تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی، خو د خیبر پښتونخوا سیاستوالو په یو ډول د پاکستان حکومت ددغه ایالت په نا امنیو کې په لاس درلودلو تورن کړی او یاده پېښه یې د ترهګري سره تړلې.

د ملي عوامي ګوند ولایتي مشر ایمل ولي خان په یوه ټویټ کې ویلي، چا چې ترهګر دغې سیمې ته راوستي، له هغو باید پوښتنه وشي. نوموړي د پېښې په اړه پوښتلي: "د پښتونخوا ایالت پولیس چا ترهګرو ته پرېښودي دي؟ موږ ته یاد دي چې دوي به ویل چې ترهګر سوات ته واده ته راغلي، دا خبرې چا کولې؟ چا دغه ترهګر سوات ته راوستلي؟ پېښور کې د پولیسو په ښار ګوټي کې په برید کې ښکېلو خلکو په وړاندې کوم اقدامات شوي؟"

د پاکستان د مذهبي ګوند جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا مشر مشتاق احمد خان هم د سوات چاودنو ته په اشارې سره د پاکستان حکومت ته د پړې ګوته نیولې. "داسې ښکاري چې د پاکستان ریاست د خپلو ځانګړو موخو لپاره د پښتنو سیمه په وینو لمبول او په اور سوځول غواړي."

نوموړی وايي چې د خیبر پښتونخوا ولسونه به په هیڅ ډول دغه تپل شوې جګړه ونه مني. زیاتوي: "نورې وژنې، نوره وینه بهېدنه نه منو. امنیت د حکومت قانوني مسوولیت دی. په امنیت راوستلو کې د ناکامېدو له امله به دولت حساب ورکوي."

په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د ترهګریزو پېښو لړۍ یو وار بیا چټکه شوې ده. په نږدې وختونو کې د ترهګرو لخوا پدغه ایالت کې په ترسره شوو بریدونو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي چې زیاتره یې پولیس دي.

څېړونکي وایي د ترهګرۍ په دې نوې لړۍ کې پولیس د ترهګرو لپاره اسان هدف دی.

خو د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور ویلي چې چاودنې په تهکاوۍ کې د برښنا شارټۍ له کبله شوي.

پولیسو همدرانګه ویلي چې پدې تهکاوۍ کې لاسي بمونه او نور چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي و.
د پولیسو مشر د پیښې په هکله خبریالانو ته وویل، "داسې هیڅ نظر نشته چې دا چاونه د بهرني برید او یا ځانمرګي برید کوونکو له کبله شوې وي".

یو شمیر نورو پولیسو بیا ویلي چې په تهاڼې کې دوه یا درې چاودنې وشوې او دومره زورورې وې چې ټوله ودانۍ یې ونړوله.

ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په مطبوعاتو کې خپرې شوي پکې ښودل کیږي چې وژل شوي او ټپي شوي پولیس د خاور خزلو د لاندې څخه ایستل کیږي.

د عاجلو چارو مامورینو ویلي چې په پیښه ۵۰ تنه ټپي شوي هم دي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان پولیس او که عام خلک دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په لومړي سر کې ویلي و چې دا یو ځانمرګی برید و. هغه په ټویټر کې لیکلي و، "زمونږ پولیس د ترهګرۍ ضد په دفاع کې په لومړۍ کرښې کې دي". خو په سیمه ایز وخت ناوخته یې بیا وویل چې د پیښې د نوعیت په هکله پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا د پولیسو په مرکزونو غټې چاودنې شوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یې د کولو ادعا کړې.

یوه چاودنه چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري په میاشت کې په پیښور کې د پولیسو د مرکز په یو جومات کې وشوه، څه باندې ۸۰ تنه پکې ووژل شول چې ډیری یې د پولیسو افسران و.

د دې برید څخه یوه میاشت وروسته د پاکستاني طالبانو غړیو د کراچۍ په ښار کې د پولیسو په مرکز برید وکړ او ۵ تنه یې ووژل.

د شخړو د څار سیمه ایزو څارونکو په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي ځواکونو په ګډون له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو پاکستانيانو وژل کیدل ثبت کړي دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي قومانده په افغانستان کې میشته ده او د ۲۰۲۱ په اګست کې په جګړه ځپلي ګاونډي هیواد کې د طالبانو د بیرته واکمن کیدو وروسته د "عملیاتو د پراخې ازادۍ" څخه برخمن دي چې دا کار په پاکستان کې د تروریزم د بیا راڅرګندیدو لامل شوی.

XS
SM
MD
LG