د لاس رسي وړ اتصالات

فلیپین کې د پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ۳۱ تنه وژل شوي


د فلیپین C- 130 پوځي الوتکه چې سرتیري یې لیږدول نن یکشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) ددې هیواد په جنوبي سولو ولایت کې د جولو هوایي ډګر ته نژدې لوېدلې ده.

پدغه پوځي الوتکه کې ۹۶ کسان سپاره وو چې ددې جملې نه لږ تر لږه ۲۹ پوځي سرتیري او دوه تنه ملکي وګړي چې د الوتکې د لویدلو په وخت په کروندې کې کار کاوه مړه شوي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د فلیپین چارواکو په وینا لیکلي چې لږ تر لږه ۵۰ تنه ددې پیښې څخه ژغورل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي. د مقاماتو په وینا ددې الوتکې ۱۷ تنه سپرلۍ لا هم بې درکه دي.

یو شمیر سرتیري لیدل شوي دمخه تر دې چې دغه الوتکه ولویږي او منفجره شي له الوتکې څخه یې ځمکې ته ټوپ کړی دی.

د فلیپين د دفاع وزیر دلفین لورنزانا ویلي چې د بې درکه شویو کسانو د موندنې لپاره هڅې پیل شوي دي، هغه ویلي چې د الوتکې درې پیلوټان سخت ټپیان شوي دي.

دوه هرکولیس سی-۱۳۰ الوتکې د یاغیانو په ضد د عملیاتو په مقصد سږکال د امریکا متحده ایالاتو فلپین ته ورکړې وې.

د فلیپین پوځ د اوږدې مودې راهیسې د ابو سیاف د سخت دریځه اسلامي ډلې له یاغیانو سره په جګړه بوخت دی او په دغه الوتکه کې سپاره سرتیري هم د سولو ولایت ته د یاغیانو په ضد عملیاتو لپاره لیږدول کیدل.

د فلپین د پوځ لوی درستیز کیریلیتو سوبیجانا، ویلي چې دغه الوتکه د ښکته کیدو په وخت له رنوی څخه وتلې او ټکر یې کړی دی.

د فلیپین د پوځ ویاند ادګارد اریوالو، ویلي چې په دې الوتکه باندې د برید کومه نښه نښانه نشته، خو د هغه په وینا په هکله پلټنې پیل شوي دي.

د فلیپین هوایي پوځ پخوا هم ددغه ډول پیښو سره مخامخ شوی دی. تیره میاشت د زده کړو په یو ماموریت کې د فلیپین د پوځ د بلک‌هاک هلیکوپتر د لویدلو په پیښه کې شپږ پوځیان ووژل شول.

په ۱۹۹۳ کال کې د فلیپین د هوایي ځواک د سی-۱۳۰ الوتکې په لویدلو کې ۳۰ پوځیان ووژل شول.

خو د ټولو څخه مرګونې هوایي پیښه په ۲۰۰۰ کال کې وه چې د فلیپین د هوایي کرښې ۷۳۷ بوینک الوتکه ولویدله او ۱۳۱ تنه په کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG